دا مهال ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ کډوال د بیلاروس او پولنډ پولې ته راټول شوي. انځور: پیکچر الیانس. ۸ نومبر ۲۰۲۱
دا مهال ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ کډوال د بیلاروس او پولنډ پولې ته راټول شوي. انځور: پیکچر الیانس. ۸ نومبر ۲۰۲۱

د پولنډ چارواکي ویلي چې د دوشنبې په ورځ يي پر پوله د هغو زرګونه کډوالو مخه يي نیولې چې غوښتل يي د بیلاروس له لارې دغه هیواد ته دننه شي. دا مهال پر پوله زرګونه کډوال راټول شوي چې بشري وضعیت يي بد ښودل شوی دی. اروپايي ټولنې بیا بیلاروس له کډوالو سره پر سیاسي چلند تورن کړی.

رویټرز خبري آژانس لیکلي چې د پولنډ حکومت د تاوتریخوالو د کابو کولو لپاره بیلاروس سره پولې ته ۱۲۰۰ امنیتي ځواکونه استولي دي.

په تازه خپاره شوې ویډیويي کلیپونو کې لیدل کیږي چې پر پوله زرګونه کډوال راټول شوي او د اغزن تار په پرې کولو سره له پولې د اووښتو هڅه کوي. د پولنډ چارواکي پر بیلاروس تور لګولی چې کډوال د پولې لور ته د تلو لپاره هڅوي.

د پولنډ حکومت ویاند پیوتر مولر رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې دا مهال ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ کډوال پولې ته نږدې او له ۱۰ زرو څخه ډیر نور په بیلاروس کې دي او پولنډ ته د اوښتو هڅه کوي.

ډیری دغه کډوال چې د منځني ختیځ او نورو هیوادونو وګړي دي،هڅه کوي چې د پولنډ له لارې جرمني او نورو اورپايي هیوادونو ته پناه یوسي.

پر بیلاروس د اروپايي ټولنې نیوکه

اروپايي ټولنه، بیلاروس له کډوالو سره پر سیاسي چلند تورنوي او وايي چې دغه هیواد د خلګو ژوند په خطر کې اچوي. اروپايي ټولنې پر بیلاروس د نورو بندیزونو غوښتنه کړې.

د اروپايي ټولنې کمیسیون نن سه شنبه د نومبر په ۹ مه، د یوې اعلامیې به خپرولو سره ویلي چې بیلاروس باید پوه شي چې د کډوالۍ د مسلې له لارې پر اروپايي ټولنې فشار راوړل به دوې خپلو موخو ته په رسیدو کې بریالی نه کړي.

نور ولولئ: «پولنډ په ناقانونه توګه افغان مهاجر بيرته ستنوي»

اروپايي ټولنې ویلي چې د بلاروس لخوا د کډوالو د مسلې سیاسي کول دوې ته د منلو نه دی او د یاد بشري ناورین په اړه به د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او نور ښکیلو غاړو سره په ګډه څیړنه وکړي.

بل پلو بیا یو شمیر بشري سازمانونه پولنډ د کډوالو د بشري حقونو پر سرغړونې او بیلاروس ته د کډوالو پر بیرته شاټمبولو تورنوي خو پولنډ بیا دغه نیوکې نه مني.

سربیره پر دې ملګري ملتونو او د کډوالۍ ملاتړ سازمانونه هم په سیمه کې د کډوالو د وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې کډوال د سړې هوا، د خوارکي موادو او روغتیايي آسانتیاوو له کمښت سره مخامخ دي.

رویټرز خبري آژانس د پولنډي چارواکو له خولي لیکلي چې د پولې بلې غاړې ته اوه مړي موندل شوي.

 

نورې ليکنې