دا مهال ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ کډوال د بیلاروس او پولنډ پولې ته راټول شوي. انځور: رویټرز. ۸ نومبر ۲۰۲۱
دا مهال ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ کډوال د بیلاروس او پولنډ پولې ته راټول شوي. انځور: رویټرز. ۸ نومبر ۲۰۲۱

شاوخوا ۳۰۰۰ کډوال له بیلاروس څخه د پولنډ پولې ته رسیدلي او هڅه کوي چې د لرګیو او بیلچو په وسیله پر پوله خنډونه مات او ځانونه دغه هیواد ته ورسوي. پولنډي چارواکي وايي چې ۵۰ تازه ورغلي پناه غوښتونکي يي پر پوله نیولي دي.

پر همدې مهال پولنډ وايي چې بیلاروس پناه غوښتونکي پولو ته د ورتګ لپاره هڅوي. د اروپايي ټولنې دغه هیواد د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین هم تور لګولی چې د بېلاروس له لارې اروپا ته د داخلېدونکو پناه غوښتونکو اصلي طراح دی.

د پولنډ پولیس د چهار شنبې په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې يي له بلاروس څخه ورغلي لسګونه پناه غوښتونکي يي نیولي او د نورو د لټولو په هڅه کې دي.

د پولیسو یوه ویاند فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي:« په تیرو ۲۴ ساعتونو کې پولیسو د بیالوویزا له سیمې څخه ۵۰ پناه غوښتونکي وروسته له هغه و نیول چې له پولې يي په غیر قانوني د اوښتو هڅه وکړه.»

 د افغانانو په ګډون د منځني ختیځ او افریقا زرګونه پناه غوښتونکي د بیلاروس او پولنډ پر پوله د ژمي په سخته هوا کې راټول شوي او هڅه کوي چې اغزن تارونه مات او ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

نړیوال غبرګونونه

د بیلاروس-پولنډ پر پوله د کډوالو د کړکیچ په اړه د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې د سه شنبې په ورځ وویل چې بیلاروس د پناه غوښتونکو په ډیرولو سره هڅه کوي چې اروپايي ټولنه بې ثباته کړي. تر دې وړاندې اروپايي ټولنې هم دغه هیواد له کډوالو سره پر سیاسي چلند تورن کړی و او پرې د نورو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې وه.

نور ولولئ: پولنډ له بیلاروس سره پر پوله د زرګونه کډوالو مخه نیولې

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه له دولتونو غوښتي چې پر پوله د تاوتریخوالو د کمولو لپاره لاس په کار شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ( یو ان اچ سی آر) او د کډوالۍ نړیوال سازمان( ای او ام) په یوه تازه اعلامیه کې چې تیره سه شنبه خپره شوې، د بیلاروس-پولنډ پر پوله اندیښنه څرګنده کړې او پر دولتونو يي غږ کړی چې د پناه غوښتونکو بشري حقونه خوندي کړي.

پر همدې مهال د پولنډ دفاع وزیر د چهار شنبې په ورځ وویل:« وضعیت آرام نه دی» او د پناه غوښتونکو ځینې ډلې اوس هڅه کوي چې د اروپايي ټولنې او ناټو پوله ماته کړي.

لویدیځ منتقدین له تیرو څو میاشتو راهیسې ویلي چې د بیلاروس ځواکمن مشر الکساندر لوکاشینکو چې د روسیې نږدې متحد بلل کیږي، له منځني ختیځ څخه پناه غوښتونکي خپل هیواد ته هڅوي او بیا يي د اروپايي ټولنې د بندیزونو په غچ کې يي پولنډ خواته استوي.

 

نورې ليکنې