د سپيني روسيې پر پوله د مهاجرو اکثريت له عراق، ليبيا او افغانستان څخه دی | Photo: Leonid Shcheglov / Belta / AFP / Reuters
د سپيني روسيې پر پوله د مهاجرو اکثريت له عراق، ليبيا او افغانستان څخه دی | Photo: Leonid Shcheglov / Belta / AFP / Reuters

د بېلاروس يا سپيني روسيې او پولنډ پر پولو د مهاجرو پر موضوع د اړخونو تر منځ ترينګلتيا مخ په زياتېدو ده. مرستندويه سازمانونه د مهاجرو د مراقبت غوښتنه کوي.

د رسنيو د راپورونو پر اساس د بېلاروس او پولنډ پر پوله په زرهاؤ مهاجر بند پاته دي. د پولنډ لومړي وزير ماتيوس موراويکي د سه شنبې په ورځ د دغه هيواد پر پوله د روان بحران په هکله وويل: «نن د ټولې اروپايي اتحاديې ټيکاؤ او امنيت د ګواښ سره مخامخ دی.» په عيني حال کي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو استازو د سپيني روسيې پر ضد د بنديزونو د لا سختولو پر موضوع توافق کړی دی. د آلمان د کورنيو چارو سرپرست وزير هورسټ زېهوفر پر بروکسل ږغ کړی دی چي په دغه قضيه کي د پولنډ او آلمان ملاتړ وکړي.

په تيرو مياشتو کي په دوامداره توګه د هغو مهاجرو شمير زيات سوی دی چي له سپيني روسيې څخه د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو پولنډ، ليتوانيا او لاتويا سرحدونو ته بېله قانوني اجازه لرلو داخليږي. د پولنډ حکومتي وياند د دوشنبې په ورځ وويل چي د سپيني روسيې له اړخه د پولنډ پر پوله د ۳۰۰۰ او ۴۰۰۰ په شاوخوا کي مهاجرو راټول سوي دي. په زښت يخ موسم کي دغه مهاجر تر شين آسمان لاندي په دې انتظار دي چي پولنډ ته داخل سي. پولنډ هغوی و خپلې خاوري ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي او بېلاروس بېرته پر شاتمبول سوي مهاجر نه مني. په دغه سيمه کي تر اوسه لس انسانان مړه سوي دي.

د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازيول پر ټولو ښکېلو اړخونو ږغ کړی دی چي د بېلاروس او پولنډ پر پوله بايد نړيوال تړونونه او په همدې شان د اروپايي اتحاديې قوانين مراعت کړل سي. ياد سازمان د دوشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کي غوښتنه وکړه چي پر ياده پوله دي د مهاجرو وضعې ته پام وسي او د حالاتو د لا کړکېچن کېدو مخه دي ونيوله سي. ياد سازمان له ټولو اړخونو غوښتي دي چي د مهاجرو محافظت وکړي.

د بېلا روس اوږدمهال واکمن اليکساندر لوکاشېنکو څو مياشتي مخکي اروپايي اتحاديې ته ګواښ کړی ؤ چي که يې پر ضد بنديزونه جاري وساتي، نو به له خپلې خاوري د اروپا پر لور د مهاجرو د څپې مخه نه ونيسي. د هغه راهيسي سپيني روسیې يا بيلا روس د عراق او پاکستان د اتباعو په شمول د يو شمير هيوادونو وګړو ته بېله ويزې و دغه هيواد ته د سفر کولو اجازه ورکړېده. پولنډ پر سپيني روسيې تور لګوي چي له عراق، افغانستان، سوريې او د نړۍ له نورو بحراني سيمو څخه مهاجر د خپل هيواد له لاري د اروپايي اتحاديې تر بانديو پولو پوري بدرګه کوي او غواړي له دې لاري پر اروپايي اتحاديې فشار راوړي. په دې ترڅ کي پولنډ نه یوازي د بېلاروس سره پر پوله خپلې سرحد ساتونکې کټارې تقويه کړي دي، بلکه د سرحد ساتونکو شمير يې هم زيات کړی دی. 

پرو ازيول د يادي قضيې په تړاو په يوه اعلاميه کي ويلي چي اړخونه بايد د مهاجرو پر اوږو خپل زور سره معلوم نکړي. دغه سازمان پر پولنډ هم نيوکي کړي چي پارلمان يې د نوي يو داسي قانون مسوده تصويب کړېده چي بېله اجازې داخلېدونکي مهاجر به په سمدلاسه توګه بېرته پر شا وتمبولای سي، بېله دې چي د پناه غوښتنه يې په انفرادي توګه مخکي وڅېړي. د اروپايي اتحاديې د قوانينو له مخي مخکي له دې چي يو پناه غوښتونکی بېرته اخراج سي، بايد مخکي يې په انفرادي ټوګه د پناه غوښتنه وڅېړل سي.

د پرو ازيول يو کارپوه کارل کوپ د مهاجرو پر موضوع د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو او د بېلاروس د ولسمشر د لانجې په تړاو ويلي: «موږ د نړيوالو تړونونو له لاري پر دې توافق کړی چي پناه ورکوو، مهاجر منو او د هغوی مراقبت کوو او د ديکتاتورانو په وړاندي زموږ جواب همدغه دی.»


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې