بریتانیا ته تلونکي ۲۱۰ کډوال له سمندر څخه ژغورل شوي. انځور: @permamanche
بریتانیا ته تلونکي ۲۱۰ کډوال له سمندر څخه ژغورل شوي. انځور: @permamanche

د فرانسې سمندري ځواکونو تیرو دوو ورځو کې ۲۱۰ کډوال چې غوښتل يي د مانش کانال له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي، ژغورلي دي.

دغه مسافر چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل و، دوشنبه او سه شنبه د نومبر په ۸ او ۹ مه، په اوو بیلابیلو عمیلیاتو په ترڅ کې له وړو کښتیو څخه ژغورل شوي دي. ویل شوی چې په ورته مهال د یو تن مړی د فرانسې بندري سیمه پادو کالې کې موندل شوی دی.

د فرانسې د مانش او د شمالي سمندر قومندانۍ د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د دغو پناه غوښتونکو د ژغورنې شپږ عملیات د شپې لخوا ترسره شوي دي.

ژغورل شوي پناه غوښتونکي د فرانسې په خیتځ کې د دنکرک، کالې او بولوین سور مر بندر ته له استولو وروسته سرحدي پولیسو ته سپارل شوي.

د دوشنبې په ورځ بیا کب نیونکو د اوکتوویل-سور-مر په سیمه کې د یو تن مړی و موند. په دې اړه څیړنې دوام لري ترڅو ثابته کړي چې ایا په اوبو کې ډوب شوی دغه پناه غوښتونکی هغه کس و چې د اکتوبر په ۲۵ مه يي د مانش له لارې بریتانیا ته د تلو هڅه درلوده. د بي بي سي د یو راپور پر اساس، دوتنه نور پناه غوښتونکي چې ظاهرا د دغه کس له ملګرو څخه و د ژغورونکو لخوا ژغورل شوي.

خرابې او ډیر بارشوې کښتۍ

تیره اونۍ په مانش کانال کې د څو وړو کښتیو د چپه کیدو وروسته، شاوخوا ۸۰۰ پناه غوښتونکي د فرانسوي ځواکونو لخوا وژغورل شول.

د نومبر په ۴ مه، د ویسان په سواحلو کې د یوتن پناه غوښتونکي مړی و موندل شو او دوه تنه نور په یخ وهلي حالت کې د ژغورنکو لخوا و ژغورل شول. له دې یوه شپه وړاندې هم یو تن د کښتۍ د چپه کیدو په پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د ژغورونکي ډلې وايي چې ډیر کډوال هڅه کوي د SNSM په وسیله چې نامناسب او ډیر بارشوې کښتۍ بلل کیږي، د مانش کانال د اوبو له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

د دغې ډلې یو تن مسول وویل چې په يوه پیښه کې ۵۳ پناه غوښتونکي په یوه وړه کښتۍ کې چې یوازې ۱۲ متره اوږدوالی يي درلود، سپاره شوي و.

نور ولولئ: انګلیس کانال:‌ تر ۸۰۰ ډېر مهاجر برتانیا ته رسېدلي، ۴۸۲ تنه نور ژغورل شوي

د فرانسې د سمندري ځواک یو قومندان فلیپ دوتریو په وینا د کال له پیله تر اګست میاشتې پورې ۱۵۴۰۰ تنو د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د اوښتو هڅه کړې. له دې ډلې ۳۵۰۰ تنه چې په مانش کې له ستونزو سره مخامخ شوي و، د فرانسوي ځواکونو لخوا ژغورل شوي او سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې او بریتانیا حکومتونو د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د کډوالو د تګ د مخنیوي لپاره خپلې هلې ځلې ډیرې کړي دي.

 

نورې ليکنې