د قبرس حکومت غواړي چي دغه هیواد ته د ډیر شمیر مهاجرو د ورتګ له امله د پناه غوښتنو د دوسيو ارزونه وځنډوي. دغه هیواد چارواکي ویلي چې په دې اړه به له اروپايي ټولنې څخه په رسمي ډول غوښتنه ترسره کړي.
د قبرس حکومت وياند ماريوس پيليکانوس د چهارشنبې په ورځ د نوامبر په ۱۰مه وويل چي په دې اړه به اروپايي ټولنې ته یو رسمي لیک واستوي چې په ترڅ کې به د دې اجازه و غوښتل شي چې قبرس «د هغو کسانو د پناه غوښتنو د ارزولو پروسه ودروي چي په غير قانوني توګه دغه هيواد ته د داخليږي.» ياد حکومتي وياند ويلي دي چي د مهاجرت بحران تر مخه لا په دغه هيواد کي د دموګرافيک اوښتون او نورو سختو سوسيال اقتصادي تاثيراتو سبب سوی دی.
قبرس ادعا کوي چي د اروپايي اتحاديې د ټولو ۲۷ غړو هيوادونو تر منځ پکښي د ځايي نفوس په تناسب تر ټولو زياتي د پناه غوښتنې کيږي. د قبرس حکومت پر ترکيې تور لګوي چي مهاجرو ته اجازه ورکوي چي له شمالي قبرس څخه و قبرس ته داخل سي.
قبرس د همدغه دليل پر اساس د دغه بحران پړه پر ترکيې ور اچوي. ماريوس پيليکانوس ويلي چي د روان مېلادي کال په لومړيو ۱۰ مياشتو کي نژدې ۹۳۰۰ مهاجر له ترکي شمالي قبرس څخه و اروپايي قبرس ته په ناقانونه توګه اوښتي دي.
قبرس له ۱۹۷۴ کال راهيسي ويشل سوی دی. ترکيې هغه وخت په آژه سمندر کي پروت د دغه ټاپو شمالي برخه اشغال کړه. شمالي قبرس په نړيواله توګه په رسميت نه دی پېژندل سوی.
آ./ا.ا.