ایران هره اونۍ سلګونه زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستنوي. انځور: آرشیف، پیکچر الیانز
ایران هره اونۍ سلګونه زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستنوي. انځور: آرشیف، پیکچر الیانز

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ او بیوزلۍ سربیره ایران هره اونۍ لسګونه زره افغانان بیرته خپل هیواد ته استوي. ایران بیا وايي چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته،هره ورځ له دریو څخه تر څلور زره افغانان يي خاورې ته دننه کیږي.

مرستندویه ادارې او یو شمیرعیني شاهدان ایراني پولیس له افغان کډوالو سره په بد چلند تورنوي. یو شمیر ایستل شوي افغانان فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي چې د ایراني چارواکو لخوا په ناپاکه او ګڼ میشته توقیف ځایونو کې ساتل کیږي چیرې چې له دوې د پولیسو لخوا وهل او ډبول کیږي او بیا پولې ته د اخراج لپاره استول کیږي.

۱۹ کلن عبدالصمد چې له ایران څخه بیرته افغانستان ته شړل شوی، په سرحد کې يي د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي« دوې مونږ ته د انسان په توګه نه ګوري».

دغه افغان کډوال چې له اخراج مخکې يي په ایران کې د ساختمانۍ کار کاوه ویلي چې د ایراني چارواکو لخوا په توقیف مرکز کې وهول او ډبول شوی و ځکه چې د خپل اخراج لپاره يي پیسې نه درلودې.

نوموړی وویل:« هغوی زمونږ لاسونه وتړل او سترګې مو په ټوټو سره بندې کړې، همدارنګه زمونږ سپکاوی يي وکړ.»

نور ولولئ: ایران ته د اوښتونکو افغان مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی

وروسته له هغه چې د اګست په میاشت کې طالبانو د افغانستان ولکه په واک کې واخیسته ګڼو افغانانو ایران او پاکستان ته مخه کړه.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ام) مشر انتونیو ویټورینو په یوه بیانیه کې ویلي چې افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو د شمیر ډیروالی دغه هیواد کې ننګونې نورې هم پسې ډیرې کړي.

هغه وویل:« افغانستان ته ډیری اخراج شوي او راستانه شوي افغانان مات شوي، روغتیايي مرستو، خوړو او استراحت ته اړتیا لري.»

یوه اونۍ کې نږدې ۳ زره افغانان له ایران څخه ایستل شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل یو راپور کې ویلي چې د اکتوبر د ۲۱ او ۲۷ ترمنځ ۲۸۱۱۵ افغانان له ایران څخه بیرته خپل هیواد استول شوي چې دغه شمیر بیا د کال له پیل څخه ۱۰۳۱۷۵۷ تنو ته رسیږي.

یاد سازمان ویلي چې سږکال لږ تر لږه ۳۲۰۰ بې سرپرسته ماشومان د دغو افغانانو په ډله کې شامل و.

بل پلو بیا ایران چې خپله له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی دامهال له درې میلیونو څخه د ډیرو افغانانو کوربتوب کوي. ایراني چارواکي ویلي چې د نړیوالې ټولنې له مرستو سربیره يي د افغان کډوالو کوربه توب کړی.

په ملګرو ملتونو کې د تهران سفیر، مجید تخت روانچي د اکتوبر په وروستیو کې ایراني رسنیو ته ویلي وو چې "مونږ د نړیوالې ټولنې څخه د مرستو د ترلاسه کولو پرته د خپلو افغان وروڼو کوربه توب کوو".

له ایران څخه د افغانانو د ایستلو خبره پر داسې مهال کیږي چې برعکس بیا د ناورې د کډوالۍ ادارې ( ان ار سی) ویلي چې هره ورځ د ۴ او ۵ زرو ترمنځ افغانان دایران خاورې ته دننه کیږي چې د دغې ادارې په وینا په افغانستان کې د طالبانو له واکمۍ راهیسې ۳۰۰ زره افغانان ایران ته رسیدلي دي.

د ناروې د کډوالۍ ادارې مشر جان ایګیلنډ چې په دې وروستیو کې يي ایران ته سفر کړی، د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۱۰ وویل:« مونږ د ایران ستاینه کوو چې په تیرو څلورو لسیزو کې يي د میلیونونو افغانانو هرکلی او کوربه توب کړی خو اوس نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ګاونډیانو د ملاتړ لپاره ګامونه پورته کړي.»

نور ولولئ: ایران:‌ «افغانان دې پولې ته د تګ ډډه وکړي»

له دې وړاندې تیره میاشت د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي و چې افغانان دې له ایران سره پولې ته د تګ څخه ډډه وکړي.‌ نوموړی داهم ویلي و چې هیواد یې د نورو کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.

د یادولو ده چې ایران او پاکستان د افغانستان هغه دوه ګاونډ هیوادونه دي چې له تیرو څلورو لسیزو راهیسې له ۹۰ سلنو څخه د ډیرو افغان کډوالو کوربه توب کوي.

 

نورې ليکنې