آرشيف انځور ـ منبع: د قطر د بهرنیو چارو وزارت، رویټرز
آرشيف انځور ـ منبع: د قطر د بهرنیو چارو وزارت، رویټرز

آلمان د اګست مياشتي راوروسته په لومړي ځل بيا له کابل څخه خپل ځايي همکارانو، د هغوی کورنې او نور انسانان له افغانستان څه دباندي انتقال کړي دي.

د آلمان خبري آژانس د خبر له مخي د آلمان باندنيو چارو وزارت په يو ټويټ کي ليکلي چي د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د نوامبر ۱۰نېټه) يې ۳۲۹ کسان له کابل څخه را وايستل. ويل سوي چي دغه مسافر له کابل څخه لومړی قطر ته بيول سوي دي. 

آلمان په کابل کي د طالبانو د پر واک راتلو سره په اګست کي له افغانستان څخه د آلماني تابعيت لرونکو، ځايي افغان همکارانو او نورو د محافظت متلاشي کسانو انتقال پېل کړ او د همدغې مياشتي په نيمايي کي يې دغه پروسه ودروله. خو هغه وخت آلمان په دې وتوانېد چي په يولسو ورځو کي ۵۳۰۰ انسانان له کابل څخه دباندي هيواد ته انتقال کړي. د آلمان دغه ماموريت په افغانستان کي د امريکايي پوځ د انخلا د بشپړېدو څخه لږ مخکي ودرول سو.

د هغه راهيسي دا لومړی ځل دی چي آلمان يو واري بيا له کابل هوايي ډګر څخه يو شمير نور انسانان دباندي انتقال کړي دي. په دغو کي د آلمان ځايي افغان همکاران او د هغوی کورنۍ هم شامله دي.

د اګست مياشتي له نيمايي څخه د انتقال پروسه ډېره ورو سوه. آلمان د اکتوبر مياشتي تر پيل پوري تقريبا ۲۵۰۰۰ افغانانو ته تضمين کړی ؤ چي په آلمان کي به ورته محافظت ورکړي. په دغو کي د آلمان د حکومت، پوځ او نورو آلماني ادارو ځايي همکاران او د هغوی د کورنيو غړي شامل دي.

د انتقال د ماموريت د پای ته رسېدو راهيسي ۲۰۰۰ انسانان د آلمان په مرسته د افغانستان په پرېښودلو بريالي سوي دي. له دوی څخه اکثريت لومړی په مځکنۍ لاره د افغانستان و ګاونډي هيوادونو لکه ازبکستان او پاکستان ته او بيا دباندي انتقال کړل سول. په سلونو نورو انسانان په خپل مټ له افغانستان څخه ووتل. 

د آلمان له پاره له افغانستان څخه د افغانانو د را ايستلو پروسه ځکه هم لانجمنه ده، ولي چي آلمان په کابل کي خپله دپلوماتيکه نمايندګي نه لري.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې