آرشيف انځور| Photo: TWITTER SOS MEDITERRANEE ITALIA
آرشيف انځور| Photo: TWITTER SOS MEDITERRANEE ITALIA

مرستندويه کښتۍ «اوشين وايکينګ په مديترانه کي تر ۳۰۰ څخه زيات مهاجر له اوبو څخه ژغورلي ول. اوس ورته ايټاليې د لنګر اچولو اجازه ورکړې.

اوشين وايکنګ ته اجازه ورکول سوې ده چي د ايټالې د سيسلي ټاپو په بندر کي لنګر واچوي. پر دغه مرستندويه او ژغورونکې کښتۍ تر ۳۰۰ څخه زيات مهاجر سپاره دي. د اس او اس مديترانې د سازمان سره تړاو لرونکي «اوشين وايکينګ کښتۍ» دغه مهاجر له مديترانې څخه ژغورلي ول. 

مرستندويه دغې کښتۍ ته پسله زيات انتظار کولو څخه د لنګر اچولو اجازه ورکول سوې ده. اس او اس مديترانې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د نوامبر ۱۰نېټه) وويل چي ايټاليې ورته د سيسلي ټاپو په آوګوستا بندر کي د لنګر اچولو اجازه ورکړې ده. دغې کښتۍ د ژغورنې په څلورو بيلو ماموريتونو کي په ټوليزه توګه ۳۰۶ مهاجر له اوبو راپورته کړي ول. دغه کښتۍ د يکشنبې ورځي راهيسي يو چيري د لنګر اچولو غوښتونکې وه خو ورته اجازه نه ورکول کېدله.

د ايټالې سمندري سرحد ساتونکو د سه شنبې او چهارشنبې تر منځ په شپه کي تقريبا ۴۰۰ نور مهاجر له اوبو څخه وژغورل. سرحد ساتونکو له يوې داسي کب نيونکي کښتۍ څخه ۳۹۶ مهاجر واخيستل چي د سيسلي ټاپو و پوڅالو بندر ته نژدې بنده راغلې وه. د مرستندويانو په وينا د دغو کسانو ژغورنه ځکه لانجمه وه ولي چي موسم ډېر خراب ؤ.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې