پاریس کې د هالت انجمن دفتر چې کډوالو ته خدمات وړاندې کوي. انځور: کډوال نیوز/حفیظ احمد میاخیل. اکتوبر ۲۰۲۱
پاریس کې د هالت انجمن دفتر چې کډوالو ته خدمات وړاندې کوي. انځور: کډوال نیوز/حفیظ احمد میاخیل. اکتوبر ۲۰۲۱

د اروپا د پناه غوښتنې د ملاتړ دفتر ( EASO )، په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته د افغانانو د نړیوال محافظت په اړه یوه ګډه ارزونه کړې. په دغه ارزونه کې راغلي چې په افغانستان کې د ځینو ځانګړو ډلو پر وړاندې ګواښونه ډیر شوي او هیڅ سیمه هم د دوې لپاره خوندی نه دی.

دغې ادارې په خپله ارزونه کې چې په افغانستان کې د سیاسي بدلون وروسته، په اروپا کې د افغانانو د پناه غوښتنې او نړیوال محافظت د اړتیاوو په موخه شوې، ویلي چې د طالبانو له راتګ وروسته په لنډ وخت کې داسې افراطي بدلونونه رامنځ ته شوي چې د افغانانو پر نړیوال محافظت او پناه غوښتې د پام وړاغیز کوي.

په ارزونه کې چې د نومبر په ۱۰ مه خپره شوې ویل شوي، ځینې ډلې په ځانګړې ډول د پخواني حکومت د ملي اردو او د ملي امنیت ځواکونو کورنۍ، د بهرنیو هیوادونو کارکوونکي او همدارنګه خبریالان او د بشري حقونو ملاتړي چې د طالبانو پر کړنو نیوکي کوي په افغانستان کې له سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

د اروپا د پناه غوښتنې د ملاتړ دغه اداره چې مرکز يي په مالتا ښار کې دی، د افغانو ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې د طالبانو راتګ به د دوې پر ژوند منفي اغیز وکړي.

نور ولولئ:تېر کال فرانسه کې افغانان د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله وه

یادې ادارې داهم ویلي چې د طالبانو او پخواني حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې چې د ملکي تلفاتو او د خلکو د بې ځایه کیدو لامل شوی و، پای ته رسیدلي خو د دغو پرمختګونو په اړه قضاوت ډیر ژر دی او کره راپورونه هم شتون نه لري نو ځکه دوې نه شي کولای چې په یادې موضوع ته په پام سره د افغانانو د نړیوال محافظت اړتیا و ارزوي.

افغانان؛ په اروپا کې د پناه غوښتونکو لویه ډله

د اروپا د پناه غوښتنې د ملاتړ د دغې ادارې موندنې ښيي چې د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې په اروپا کې د افغانانو د پناه غوښتنې کچه د پام وړ دیره شوې. راپور کې ویل شوي چې په جولای میاشت کې دغه کچه ۳۸ سلنه لوړه شوه چې له دې سره افغانان د پناه غوښتونکو په سر کې ځای لري.

ارزونه ښيي چې له تیرو اوو کلونو راهیسې سوریايي پناه غوښتونکي په اروپا کې د شمیر له مخې په سر کې ځای درلود خو اوس افغان پناه غوښتونکي تر ټولو ډیر شوي دي.

د یادولو ده چې دامهال له اوه میلیونو څخه ډیر افغانان په ګڼو هیوادونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي چې یوازې د اګست د میاشتې راهیسې د طالبانو له راتګ سره ۱۲۴ زره تنه د امریکا، اروپا او نورو هیوادونو لخوا له افغانستان څخه وویستل شول.

 

نورې ليکنې