ماریا بشیر په منځ کې. انځور: دویچه وېله، هاشمي
ماریا بشیر په منځ کې. انځور: دویچه وېله، هاشمي

ایټالیا افغانستان کې لومړنۍ څارنوالې او د زړورو ښځو د نړیوالې جایزې ګټونکې ماریا بشیر ته تابعیت ورکړی دی. افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته سم ماریا بشیر یوه له هغو افغانانو وه چې له خپل هیواد څخه ایستل شوې وه.

د ایټالیا د عدلیې وزیرې مارتا کارتابیا تېره پنجشنبه وویل چې هیواد یې د افغانستان لومړنۍ څارنوالې ماریا بشیر ته د ایټالیا تابعیت ورکړی دی. نوموړې زیاته کړه چې ایټالیا دغې څارنوالې ته «د تابعیت په ورکولو سره غواړي چې د نورو افغانو ښځو، چې د خپلو ازادیو او حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، ملاتړ وښيي.»

یوه پنځوس کلنه ماریا بشیر لومړنۍ افغانه ښځه ده چې په ۲۰۰۹ کې د هرات د استیناف څارنوالۍ مشره وټاکل شوه. نوموړې د فساد، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي او د ماشومانو د ودونو پر ضد مبارزه کوله.

ماریا بشیر په ۱۹۹۰ کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې شامله شوه او څلور کاله وروسته د څارنوالې په توګه وګومارل شوه. نوموړې په ۱۹۹۶ کې له خپل مېړه سره هرات ته ورغله. 

مېرمن بشیر په ۱۹۹۰ کلونو کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال خپل کور کې د نجونو له پاره ښوونځی جوړ کړی و. هغې په ۲۰۱۰ کې ملګرو ملتونو ته وویل: «زه مجبوره وم چې کور کې پاتې شم. د همدې کبله مې د سیمې د نجونو لپاره ښوونځی جوړ کړ.»

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۱ کې ماریا بشیر ته د زړورو ښځو نړیواله جایزه ورکړه. دغه راز مېرمن بشیر په همدې کال کې د ټایم ورځپاڼې له خوا یوه د نړۍ د ۱۰۰ مخورو ښځو څخه وبلل شوه. 

نوموړې انسا خبري اژانس سره یوه مرکه کې ویلي چې پر دغې جایزې ویاړي او هیله لري چې د ایټالوي ملګرو په مرسته به د افغانو ښځو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.

افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو سره زیاتې ښځینه قاضیانې او څارنوالې پټ ژوند کوي. د بي بي سي د یو راپور له مخې د دغو قاضیانو شمېر ۲۲۰ تنو ته رسېږي.

 

نورې ليکنې