کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ملکي الوتنې ودرول شوې. انځور: پېکچر الاینز، له ارشیف څخه.
کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ملکي الوتنې ودرول شوې. انځور: پېکچر الاینز، له ارشیف څخه.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته کابل کې د امریکایي پوهنتون ۱۰۹ محصلین د عراق سلیمانیې ښار ته ولېږدول شوي‌ دي.‌ دوی قطري الوتکو کې د عراق د سلیمانیې ښار امریکايي پوهنتون ته رسېدلي دي.

امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یو تازه راپور کې لیکلي چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره کابل کې د امریکایي پوهنتون لسګونه محصلین د عراق په سلیمانیه ښار کې امریکایي‌ پوهنتون ته انتقال شوي دي. سلیمانیه چې تر ډېره کردان پکې اوسېږی د عراق یو تر ټولو خوندي ښار بلل کېږي.

د ورځپاڼې په حواله تر دې دمه ۱۰۹ محصلین سلیمانیې ته رسېدلي‌ دي. ټاکل شوې ده چې ټولټال ۳۰۰ افغان محصلین دغه پوهنتون ته انتقال شي.

نیویارک ټایمز د سوداګرۍ محصلې او کابل کې د امریکایي‌ پوهنتون کارکوونکې ندا له قوله وایي چې کله چې طالبان ښار ته نږدې شول، «موږ ټول قراردادونه او اسناد وسوځول ترڅو دوی د محصلینو نومونو او ادرسونو ته لاس رسی و نه مومي.»

یو بل محصل مرتضی چې یاد پوهنتون کې یې د حقوقو زده کړې کولې ورځپاڼې ته ویلي:‌ «طالبان هغه دفتر ته راغلل چې ما پکې کار کاوه. غوښتل یې چې موږ ووهي او وټکوي. را ته یې وویل: تاسو کافران او د امریکا جاسوسان یاست.»

ورځپاڼې زیاته کړې ده چې کابل ته د طالبانو په نږدې کېدو سره د امریکایي پوهنتون مرستیالې ویکتوریا فونتان چې پخوا یې عراق کې له امریکایي پوهنتون سره دنده ترسره کړې وه عراق کې یې له خپلو همکارانو سره اړیکه ونیوه.‌

بیا ولولئ: د امریکایي پوهنتون د ښوونکو او محصلینو په ګډون سلګونه کسان له افغانستانه ایستل شوي

د سلیمانیې پوهنتون مشر برهام صالح ژمنه وکړه چې تر ۳۰۰ افغان محصلین ومني او دا زمینه یې ورته برابره کړه چې له ویزې او ان پاسپورټونو پرته دغه هیواد ته ولاړ شي. یاد محصلین د ځینو امریکایانو په مالي‌ مرسته په قطري الوتکو کې عراق ته لېږدول شول.

د افغانستان د امریکایي‌ پوهنتون مشر یان بېکفورد په حواله ۱۰۶ تنه محصلین قزاقستان کې امریکایي پوهنتون ته انتقال شوي او ۲۰۰ تنه نور د پاکستان او د امریکا متحده ایالاتو په ګډون نورو هیوادونو ته لېږدول شوي دي.

نوموړي دا هم ویلي دي چې لا تر اوسه ۳۷۵ تنه محصلین او د پوهنتون زیات شمېر کارکوونکي په افغانستان کې ایسار پاتې دي او پټ‌ ژوند کوي.

 

نورې ليکنې