له ارشیف څخه: کډوال په هنګري کې. کرېډېټ: رویترز
له ارشیف څخه: کډوال په هنګري کې. کرېډېټ: رویترز

د اروپایي ټولنې د عدالت محکمې پرون سه شنبه د نومبر ۱۶مه د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره هنګري د پناه غوښتنې حق په برخه کې له اروپایي‌ قوانینو څخه په سرغړونه تورنه کړه. محکمې د هنګري‌ هغه قانون ته اشاره کړې ده چې له مخې یې له پناه غوښتونکو سره مرسته جرم بلل کېږي.

د اروپایي ټولنې د عدالت محکمې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، هنګري ځکه په خپلو مکلفیتونو کې پاتې راغلې ده چې هغو کسانو ته چې له پناه غوښتونکو سره مرسته کوي سزا ورکوي. 

وروسته له هغه چې هنګري په ۲۰۱۸ کې د ستاپ سوروس په نوم د پناه غوښتنې قانون تصویب کړ، اروپایي کمېسیون د یاد قانون پر وړاندې د اروپایي ټولنې د عدالت محکمې ته مراجعه وکړه.

بیا ولولئ: هنګري: که د لوېدیځ‌ مهاجر په کار وي، موږ به ورته لاره ورکړو

د دغه قانون له مخې هر هغه څوک چې په ناقانونه ډول د شېنګن زون بهر هیواد څخه هنګري ته د مهاجرو د ننوتلو زمینه برابره کړي، په یو کال بند محکومېدلی شي.

یاد قانون دغه راز هنګري کې د پناه غوښتنلیکونو د ثبت شرایط سخت کړي دي. د بېلګې په توګه هغه څوک چې له یو خوندي‌ هیواد په تېرېدو سره هنګري ته رسېدلي‌ وي، په هنګري کې یې د پناه غوښتنه د منلو نه ده. 

مخکې له دې هنګري ویلي وو چې موخه یې له ناقانونه مهاجرت سره مبارزه ده. د هنګریایي چارواکو په حواله هغه کسان چې د صربیا په شان امنو هیوادونو ته رسېدلي دي، باید په همدغو هیوادونو کې پناه وغواړي او هنګري‌ ته له ورتګ ډډه وکړي.‌

محکمې له هنګري څخه غوښتي دي چې په مناسب فرصت کې دې یاد پرېکړه لیک عملي کړي.

بیا ولولئ: هنګري: دوه بوسنیایان اتریش ته د کډوالو د قاچاق په تور په بند محکوم شوي

په ورته مهال د هلسېنکي د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټ د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی. د یاد سازمان مشرې مارتا پرداوي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د ستاپ سوروس قانون له تصویب راهیسې دوی له ۱۸۰۰ مهاجرو سره مرسته کړې ده. په وینا یې: «اوس موږ یو ځل بیا کولی شي چې د زندان د ګواښ پرته ورسره مرسته وکړو.»

دا لومړی ځل نه دی چې هنګري د اروپایي ټولنې محکمو له خوا د پناه غوښتنې په برخه کې له اروپایي قوانینو څخه په سرغړونه تورنه کېږي.‌ 

 

نورې ليکنې