امنیتي ځواکونو پرون سه شنبه سهار د فرانسې شمالي ګراند سنت ښار کې هغه مهاجر کمپ وتاړه چې نږدې ۱۵۰۰ کسانو پکې ژوند کاوه. په ورته مهال یوتوپیا ۵۶ سازمان وایي چې کډوالو ته د سرپناه ورکولو عملیات «په زوره» ترسره شوي او په ترڅ کې یې د مهاجرو وسایل هم له منځه وړل شوي دي.
فرانسوي ځواکونو پرون سه شنبه د نوامبر ۱۶مه د فرانسې په شمالي ګراند سنت ښار کې د مهاجرو یو لوی کمپ وتاړه.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «نن سهار زما د امر پر اساس امنیتي ځواکونه ګراند سنت کې د مهاجرو د غیرقانوني کمپ د خالي کولو عملیات ترسره کوي.» نوموړي له پولیسو او امنیتي ځواکونو څخه مننه کړې ده چې د سرپناه برابرولو عملیاتو امنیت یې نیولی دی.
د چارواکو په حواله د کمپ اوسېدونکي د فرانسې بېلابېلو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونو بیا د یاد کمپ د خالي کولو پر عملیاتو نیوکې کړې دي. د یوتوپیا ۵۶ یوه مسوله انا وایي چې دا لومړی ځل و چې د یو مهاجر کمپ د خالي کولو لپاره یې دومره سرتېري لیدلي دي. د نوموړې په حواله کمپ ته څېرمه د پولیسو لسګونه موټرونه ولاړ وو.
یوتوپیا ۵۶ زیاتوي چې د کمپ د خالي کولو عملیاتو مخکې چارواکو مهاجرو ته اطلاع نه وه ورکړې. په ینا یې د عملیاتو په ترڅ کې د مهاجرو شخصي وسایل هم له منځه وړل شوي دي. انا وایي: «دوی په زوره د مهاجرو د سرپناه ورکولو عملیات ترسره کوي، دلته ځینې کسان شته چې وایي نه غواړي له ساحل څخه لرې واوسي.»
یاد کمپ کې نږدې ۱۵۰۰ مهاجر اوسېدل چې ډېری یې کردان وو. د انا په خبره: «د مهاجرو ډله کې کورنۍ، ماشومان او کم سنه کسان هم شامل وو.»
دغه عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو ورتګ د لنډن او پاریس ترمنځ پر یوې لانجمنې مسالې اوښتی دی.
له ډېرو کلونو راهیسې مهاجر برتانیا ته د ورتګ لپاره د فرانسې شمالي ښارونو لکه کالې او ګراند سنت ته ځان رسوي. د برتانیا د رسمي شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې ۲۲۰۰۰ مهاجرو د مانش کانال له لارې دغه هیواد ته رسېدلي دي.