مانش کانال کې یوه وړه کښتۍ د حرکت په حال کې ده. انځور: کډوال نیوز/مهدي
مانش کانال کې یوه وړه کښتۍ د حرکت په حال کې ده. انځور: کډوال نیوز/مهدي

په داسې حال کې چې لا هم زیات شمېر کډوال په کوچنیو کښتیو کې د انګلیس یا مانش کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کوي، د فرانسې په شمالي سیمه کې دکتلان شرکت وایي چې نور به پر خلکو کوچنۍ بېړۍ نه خرڅوي. قاچاق وړونکي برتانیا ته د مهاجرو د انتقالولو لپاره معمولا له همدغو بېړیو څخه کار اخلي.

فرانسوي شرکت دکتلان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نور به پا دو کالې او ګراند سنت ښارونو کې پر خلکو کوچنۍ بېړۍ یا کایک نه خرڅوي. خبرپاڼه کې راغلي چې د مانش له لارې برتانیا ته د مهاجرو سفرونه چې له ګواښونو ډک دي د دې سبب شوي دي چې دوی خپلو مغازو کې د بېړیو له خرڅولو ډډه وکړي.

د دکتلان د عامه اړیکو څانګې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د روان وضعیت په پام کې نیولو سره به «نور د بېړیو پېرل ممکن نه دي». په وینا یې دغه بېړۍ د ورزش لپاره جوړې شوې دي خو له مانش کانال څخه د تېرېدو لپاره کارېږي.

په ورته مهال د ګراند سنت ښاروال مارسیال بېیر د دغه تصمیم هرکلی کړی دی.‌ نوموړي بي اف ام ټلویزیون سره خبرو کې ویلي دي چې د دکتلان پرېکړه د «اومانیزم» نښه ده ځکه چې په رښتیا هم خلک په دغو بېړیو کې برتانیا ته د ورتګ له پاره هڅه کوي.

خو ایا دا اقدام کولی شي چې د سمندري سفرونو مخه ونیسي؟ ډېری وختونه دغه بېړۍ د قاچاق وړونکو له خوا په انلاین ډول پېرل کېږي.‌ تېره میاشت د ویمیرو سیمې ښاروال ژان لوک دوبال کډوال نیوز سره خبرو کې ویلي وو: «قاچاق وړونکي دغه بېړۍ چې پرزې یې په کارتنونو کې دي په انلان ډول پېري… بیا یې ساحل ته نږدې رېګو کې پټوي.»

دوی ورپسې مهاجرو ته د اس ام اس له لارې د کارتنونو ځای ښيي.‌ مهاجر بیا کارتنونه پرانیځي او کله چې بېړۍ چمتو شوه خپل سفر پیلوي.

مانش کې ۲۷۲ مهاجر ژغورل شوي

په ورته مهال د فرانسې سمندري قومندانۍ اعلان کړی چې پرون سه شنبه د پا دو کالې په اوبو کې ۲۷۲ مهاجر ژغورل شوي دي.‌ 

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د سه شنبې په شپه د ګري نې د نظارت او ژغورنې مرکز ته مانش کې د مهاجرو د کښتیو په اړه اطلاع رسېدلې وه. 

یادې قومندانۍ زیاته کړې ده چې دوی د سه شنبې په ورځ د ژغورنې لس عملیاتونه ترسره کړي دي.

د یادولو ده چې تېره جمعه درې مهاجر له هغه وروسته لادرکه شول چې غوښتل یې په کوچنیو کښتیو کې برتانیا ته ځان ورسوي.‌ دغه راز دوه نورې بېړۍ تېره پنجشنبه کالې ساحل کې وموندل شوې او دوه تنه د پولیسو له خوا وژغورل شول.

 

نورې ليکنې