د ارشیف انځور. کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ملکي الوتنې ودرول شوې. انځور: پېکچر الاینز
د ارشیف انځور. کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ملکي الوتنې ودرول شوې. انځور: پېکچر الاینز

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې څلور افغان خبریالان چې افغانستان کې یې ژوند تر ګواښ لاندې و پرون چهارشنبه شمالي مقدونیې ته رسېدلي دي. ټاکل شوې ده چې دوی به نورو لویدیځو هیوادونو ته ولېږدول شي.

د شمالي مقدونیې حکومت ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغو خبریالانو ځایي ټلویزونونو او راډیوګانو کې کار کاوه.

خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې شمالي مقدونیې د نړیوالو رسنیزو سازمانونو په غوښتنه یادو خبریالانو ته د لنډې مودې لپاره پناه ورکړې ده. دوی اوس د شمالي مقدونیې په پلازمېنه سکوپیا کې اوسېږي او له لنډې مودې وروسته به نورو لویدیځو هیوادونو ته لېږدول کېږي.

شمالي مقدونیه یوه له هغو هیوادونو ده چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ځینو اړمنو افغانانو ته پناه ورکړې ده.

بیا ولولئ: یونان د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو یوې ۳۵ کسیزې ډلې ته پناه ورکړې

دغه هیواد کې له افغانستانه د ایستل شویو افغانانو شمېر ۵۳۴ تنو ته رسېږي. تر اوسه ۸۵ افغانان له شمالي مقدونیې څخه فرانسې، یونان، ایرلنډ، پرتګال، برازیل او د امریکا متحده ایالاتو ته لېږدول شوي دي. 

د دغو کسانو په ډله کې د بشري حقونو فعالان، ژباړن او محصلین شامل دي چې افغانستان کې یې د طالبانو له ګواښونو سره مخ وو.

 

نورې ليکنې