د پولنډ لومړی وزير ماتيوښ موراويڅکي. Crédit : REUTERS/Kacper Pempel
د پولنډ لومړی وزير ماتيوښ موراويڅکي. Crédit : REUTERS/Kacper Pempel

موراويڅکي اروپايي اتحاديې ته خبرداری ورکړی چي که د مهاجرت سياست کی اړين اقدامات ونکړي، نو د مليونونو مهاجرو د څپې سره مخامخ سي.

د پولنډ لومړي وزير ماتيوښ موراويڅکي اروپا ته د مهاجرت د نرم سياست له کبله له مليونونو مهاجرو څخه خبرداری ورکړی دی. هغه د بېلاروس او پولنډ پر پوله د روانې وضعې په هکله ويلي چي حتی د جګړې رامنځته کېدل هم نسي ردولای. 

موراويڅکي زياته کړه چي «که موږ اوس د دې جوګه نه يو چي په زرونو مهاجر ليري وساتو، نو به ډېر ژر دغه شمير سلو زرو ته او مليونو ته جګ سي چي د اروپا پر لور راسي.» نوموړي دا څرګندونې و آلماني رسنۍ «بلډ» ته کړي دي. يادي رسنۍ د پولنډي لومړي وزير يادي څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د نوامبر ۱۸مه نېټه) خپرې کړي دي. 

پولنډي لومړي وزير ويلي دي: «که موږ په اروپا کي خپله پوله په قاطع توګه نه وساتو او دفاع يې ونکړو، نو به له افريقا او منځني ختيځ څخه په سلونو مليونه انسانان د اروپا او په زياته آلمان پر لور راسي.» هغه پوښتنه کړې چي په آلمان کي اوسېدونکي ۸۰ مليونه انسانان حتی غواړي چي دغه هيواد ته ۵۰ مليونه نور انسانان هم راسي.

موراويڅکي د پولنډ او بېلاروس پر پوله وضعيت مخ په زياتېدونکې توګه د ګواښونو سره مل ياد کړی دی. هغه وويل چي د جګړې امکان نسي ردولای ځکه چي په وينا يې د بېلاروس عسکر پارونې کوي. د دغه سياستوال په وينا «پولنډ دې ته ژمن دی چي په ټولو امکاناتو له خپلو پولو څخه دفاع وکړي. د اروپا دغه ختيځه پوله د ناټو پوله هم ده.» هغه زياته کړه چي د آلمان او ناټو له ملاتړ څخه خوښ دی. د هغه په وينا ښايي د پولنډ، لاتويا، ليتوانيا له خوا يوه مشترکه اعلاميه خپره سي.

نوموړي د ناټو د تړون د څلورمې مادې فعال کول هم د يو بل امکان په توګه ياد کړی دی. دغه ماده د ناټو د پولو د نقض په تړاو ده او نظامي اقدام په پام کي نلري خو ټول غړي هيوادونو سره مشورې کوي. د پولنډ لومړي وزير ويلي چي څوک نه دي خبر چي روسيه او بېلاروس څه پلانونه لري: «دا ممکنه ده چي پر پوله بحران د اوکراين پر ضد د پوتين د ممکنه نظامي اقدام څخه د پام اړولو مقصد ولري.»

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې