مهاجر د واورې بوټونو د نه لرلو له امله له ستونزو سره مخ دي. کرېډېت: مهدي شبیل
مهاجر د واورې بوټونو د نه لرلو له امله له ستونزو سره مخ دي. کرېډېت: مهدي شبیل

د فرانسې په بریانسون ښار کې توس میګران سازمان د دولت پر وړاندې د مارسۍ اداري محکمې ته شکایت ثبت کړی دی. یاد سازمان له محکمې څخه غوښتي دي چې د هوت الپ قومندانۍ ته حکم وکړي ترڅو کډوالو ته سرپناه برابره کړي.

پرون سه شنبه د مهاجرو د حقونو مدافع سازمان توس میګران د مارسۍ ښار اداري محکمې څخه غوښتنه وکړه چې پر حکومت امر وکړي ترڅو بریانسون ښار کې د کډوالو د هرکلي لپاره ضروري تدابیر ونیسي.

شکایت لیک دا هم راغلي دي چې دولت باید هغو کډوالو ته چې غواړي له بریانسون ښار څخه ووځي د ځکمني ترانسپورټ له لارې د سفر زمینه برابره کړي. دغه راز دولت اړ دی چې د مهاجرو لپاره د کورونا ازمایښتونو ته لاسرسی اسان کړي.

یاد سازمان د تېراس سولیدېر په نامه د مهاجرو د سرپناه له تړل کېدو راهیسې د دغو تدابیرو غوښتنه کوي. تېراس سولیدېر چې په یو وخت کې یې د ۸۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت درلود د تېرې اکټوبر میاشتې پر ۲۵مه د کډوالو د شمېر د زیاتوالي له کبله وتړل شو.

بل پلو د هوت الپ قومندانۍ ویلي چې په تېرو څو ورځو کې بریانسون ښار کې د شته مهاجرو شمېر ټیټ شوی دی او دوی ټول توس میګران ودانۍ کې ځایېدلی شي. تر دې دمخه د یادې قومندانۍ مشرې مارتین کلاول توس میګران سازمان ته د یو لیک په استولو سره ویلي وو چې د کډوالو هرکلي لپاره به هېڅ ډول مکانیزم نه جوړېږي. خو په وینا یې له ایټالیا څخه فرانسې ته د ناقانونه کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره تدابیر نیول شوي دي. توس میګران بیا دغه خبره ردوي.

د تېراس سولېدر له تړل کېدو راهیسې ۲۰۰ سرتېري د ایټالیا او فرانسې پر پوله ګزمه کوي. توس میګران پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې «امنیتي ځواکونه په هر ځای کې لیدل کېږي: پر پوله، غرونو کې، اورګاډي اډو کې.»

د یادولو ده چې د نومبر له ۱۳مې راهیسې بریانسون ښار کې یوه بشردوستانه خیمه درول شوې ده چې له مهاجرو سره مرسته کوي. دغه مکانیزم بې سرحده ډاکټرانو سازمان جوړ کړی چې په یو وخت کې د شاوخوا ۵۰ کسانو ظرفیت لري. تر دې دمخه د رفیوج سولیدر غړي الفرد سپیرا کډوال نیوز ته ویلي وو که څه هم دغه خیمه کې تشناب او حمام نشته، خو داسې یوه سرپناه ده چې د سړې هوا له کبله د مهاجرو د مړینې مخنیوی کوي.

د سازمانونو د اټکلونو له مخې هره اونۍ نږدې ۳۰۰ مهاجر چې ډېری یې افغانان او ایرانیان دي د مونژنېور کوتل له لارې له ایټالیا څخه فرانسې ته راځي.

د مارسۍ اداري محکمه به د نومبر پر ۲۴مه د توس میګران د شکایت په اړه پرېکړه وکړي.

 

نورې ليکنې