اوکراين بېره لري چي مهاجر به له سپيني روسيې څخه دغه هيواد ته داخل سي.
اوکراين بېره لري چي مهاجر به له سپيني روسيې څخه دغه هيواد ته داخل سي.

په آلمان کي د اوکراين هيواد سفير بېره څرګنده کړې چي له بېلاروس او پولنډ پولي څخه ښايي مهاجر اوکراين ته ولېږدول سي.

په برلين کي د اوکراين سفير اندرې مېلنيک د فونکه رسنيزي ډلې سره په خبرو کي ويلي دي چي هيواد يې د پولنډ او سپيني روسيې پر پوله له بحران څخه اندېښمن دی. مېلنيک ويلي: « دې ګواښ سته چي د بېلاروس او پولنډ و سرحد ته راوستل سوي مهاجر و اوکراين ته را قاچاق کړل سي.» د هغه په وينا له همدې کبله کيف د بېلاروس سره خپلې پولې ته تر ۸۵۰۰ څخه زيات امنيتي ځواکونه لېږلي دي.  

سفير د امنيتي ځواکونو د لېږل په هکله زياته کړې ده چي «دا يې صرف پېل دی.» هغه ويلي چي اوکراين ښايي «بېړنی حالت اعلان کړي.» هغه ويلي چي هيواد يې هر ډول حالت ته چمتو دی. د اوکراين او بېلاروس تر منځ پوله تر ۱۰۰۰ کلومترو څخه زياته اوږده ده او پکښي زيات ځنګلونه سته. له دې کبله يې هم کنترول ډېر مشکل دی. په آلمان کي د اوکرايني سفير په وينا هيواد يې اندېښنه لري چي دغه اوږده پوله به د «پارونو له پاره وکاروله سي.»

سفير د روسيې پر ولسمشر ولاديمير پوتين او د سپيني روسيې پر واکمن اليکزاندر لوکاشېنکو تور ولګاوه چي ګواکي په قصد سره يې د پولنډ پر پوله بحران «تمثيل» کړی دی. د هغه په وينا دا له دې کبله چي غواړي په ختيځ اوکراين کي له روان بحران څخه د خلکو پام واړوي.»

د بېلاروس يا سپيني روسيې او پولنډ تر منځ پر په زرونو مهاجر بند پاته دي چي اکثريت يې د عراق کوردان دي. دا په داسي حال کي چي هوا ډېره سړه ده او پولنډ هغوی ته اجازه نه ورکوي چي پولو ته يې داخل سي.

اروپايي اتحادیه پر د بېلاروس پر ولسمشر تور لګوي چي په قصد سره د نړۍ له بحراني سيمو څخه مهاجر سپيني روسيې ته راجلبوي او بيا يې د اروپايي اتحاديې باندنۍ پولې ته هڅوي. د اتحاديې په آند لوکاشېنکو غواړي په دې توګه د ورباندي لګول سوو تورونو غچ واخلي او مهاجر د سياسي فشار راوړنې د آلې په توګه وکاروي. خو کيف دا تورونه ردوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې