د ارشیف انځور. د افغان فوټبالرو نجونې او د دوی د کورنیو غړي د لاهور د فوټبال فدراسیون کې. ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. د پنجاب د سپورټ دیپارتمنت، رویټرز
د ارشیف انځور. د افغان فوټبالرو نجونې او د دوی د کورنیو غړي د لاهور د فوټبال فدراسیون کې. ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. د پنجاب د سپورټ دیپارتمنت، رویټرز

د افغانستان د نجونو فوټبال لوبډلې یو شمېر غړې او کورنۍ یې برتانیا ته رسېدلې دي. کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یادې نجونې د یوه خیریه بنسټ په مرسته پاکستان ته لېږدول شوې وې.

یوه یهودي خیریه بنسټ او مشهورې موډلې او رسنیزې څېرې کېم کارداشیان وست له پاکستانه برتانیا ته د دې لوبغاړو او د دوی د کورنیو غړو په انتقال کې ونډه لرله. د بي بي سي‌ د یو خبر له مخې یهودي بنسټ‌ یادو نجونو ته الوتکه په کرایه نیولې وه او کېم کارداشیان یې د الوتنې لګښت ورکړ.

د دغو فوټبالرو عمرونه ۱۳ تر ۱۹ کلونه دي.

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانۍ مشرې خالده پوپل چې له ډنمارک څخه یې د دې لوبغاړو د ژغورنې چارو کې برخه لرله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:‌ «ډېره خوشاله یم او پر دې نجونو ویاړم. دوی رواني ضربې لیدلې وې. له ډېرو سختیو سره مخ شوې خو لا هم پیاوړې دي. دوی اوس کولی شي چې نوی ژوند پیل کړي او ازادي تنفس کړي.»

افغانستان کې د طالبانو له پرمختګ سره دغه نجونې چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو دي د خپل امنیت په اړه اندېښمنې شوې. د ځینو نجونو کورنیو هم د مرګ ګواښونه ترلاسه کړي وو.

ټاکل شوې وه چې دوی تېر اګست د تخلیې عملیاتو په ترڅ کې قطر ته ولېږدول شي، خو د امنیتي ګواښونو له امله یې سفر لغوه شو.

کابل کې د تخلیې عملیاتو تر پای ته رسېدو لس ورځې وروسته دې لوبغاړو سره د مرستې لپاره د غوښتنو په پایله کې د پاکستان لومړي وزیر اجازه ورکړه چې دوی پاکستان ته ولاړې شي. 

برتانیا یوه میاشت مخکې ویلي وو چې دغو لوبغاړو او کورنیو ته یې ویزې ورکوي. 

 

نورې ليکنې