د اروپا د بشري حقونو محکمې تېره پنجشنبه کروشیا د یوې افغانې ماشومې د مرګ له امله ۴۰ زره یورو نغدي جریمه کړه. دغه ماشومه په ۲۰۱۷ کې د کروشیا او صربیا پر پوله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د یادې ماشومې کورنۍ چې ۱۴ غړي یې لرل په ۲۰۱۷ کې کروشیا ته رسېدلې وه. د دوی له قوله ویل شوي دي چې دوی د کروشیا پر پوله د دغه هیواد د ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي وو. پوله ساتونکو ور ته ویلي وو چې کروشیا کې پناه نه شي غوښتلی. سرتېرو دغه راز دوی ته امر کړی و چې د اورګاډي پټلیو له لارې بېرته صربیا ته ور وګرځي.
لږ وروسته د یادې کورنۍ یوه ۶ کلنه ماشومه د اورګاډي په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
خو کروشیایي چارواکو بیا دا خبره رد کړې وه چې ګواکي دوی دغه کورنۍ په شا تمبولې ده.
د محکمې په حکم کې راغلي چې کروشیا څو ځله د اروپا د بشري حقونو کنوانسیون څخه سرغړونه کړې ده. په وینا یې دغه هیواد د ژوند، ازادۍ او امنیت له حقونو نه د سرغړونې علاوه له خلکو سره غیرانساني او د کرامت خلاف چلند هم کړی دی او بهرنیان یې په ټولیز ډول له خپلې خاورې شړلي دي.
دوی ټینګار کړی چې د ماشومې د مرګ په تړاو پلټنو پایلې نه درلودې او د یادې کورنۍ ویناوې یې «سمې» بللې دي.
د قاضیانو په خبره کروشیایي چارواکو د کورنۍ او د مدافع وکیل ترمنځ اړیکې محدودې کړې وې او پر مدافع وکیل یې فشار اچولی و.
د محکمې د پرېکړې پر بنسټ کروشیا اړ ده چې یادې کورنۍ ته ۴۰ زره یورو جریمه ورکړي.