د پولنډ او بېلاروس پر پوله زرګونه مهاجر ایسار پاتې. انځور: رویټرز
د پولنډ او بېلاروس پر پوله زرګونه مهاجر ایسار پاتې. انځور: رویټرز

د تېرې چهارشنبې په شپه د پولنډ او بېلاروس پر پوله د یو یو کلن سوریایی ماشوم مړی موندل شوی دی. له دې سره پر دغه پوله د مړو شمېر لږ تر لږه ۱۲ کسانو ته رسېږي.

د پي سي پي ام په نوم پولنډي سازمان چې کډوالو ته روغتیایي‌ خدمات برابروي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د پولنډ او بېلاروس پر پوله ځنګلي سیمه کې یو یو کلن سوریایي ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه سازمان لیکلي: «د شپې په ۲ بجو او ۲۶ دقیقو مو یو راپور ترلاسه کړ چې له مخې یې ځنګل کې لږ تر لږه یو کس روغتیایي‌ خدماتو ته اړتیا درلوده. خو کله چې ځنګل ته ورغلو هلته درې کسان ژوبل شوي وو.»

یاد سازمان زیاته کړې ده چې یو ځوان مهاجر د لوږي او تندې له امله له روغتیایي‌ ستونزو سره مخ شوی و.

دغه راز یوه سوریایي جوړه ژوبل شوي وو.‌ په وینا یې سوریایی سړی پر لاس ټپی شوی و او چا د ښځې پر پښو د چاړې ګوزار کړی و. د دغې کورنۍ یو کلن ماشوم ساه ورکړې وه.

تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم.

دغه کورنۍ له تېرې یوې نیمې میاشت راهیسې یاد ځنګل کې ایساره وه. د دوی په څېر د پولنډ او بېلاروس پر پوله زرګونه کسان چې ډېری یې د منځني ختیځ دي بند پاتې دي. دوی غواړي چې د اروپایي ټولنې غړو هیواد ته واوړي. دغه مهاجر چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم دي‌ په سړه هوا کې شپه سبا کوي.

له تېر اوړي راهیسې لږترلږه ۱۲ کسان د پولنډ او بېلاروس پر پوله مړه شوي دي. د نومبر میاشتې پر ۱۳مه د پولنډ ولکا تېرشوکا ته څېرمه ځنګل کې د یو ځوان سوریایي مهاجر مړی موندل شوی و.

 

نورې ليکنې