د ارشیف انځور: له افغانستان سره د تاجکستان پوله. انځور: رویټرز، ۲۰۰۸
د ارشیف انځور: له افغانستان سره د تاجکستان پوله. انځور: رویټرز، ۲۰۰۸

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې له تاجکستان څخه غوښتي دي چې د افغان پناه غوښتونکو اخراج دې ودروي. د یادې ادارې په حواله تاجک چارواکو تېره اونۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ افغانان په زوره بېرته افغانستان ته استولي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له تاجکستان څخه د تر ګواښ لاندې افغانانو د اخراج په هکله اندېښنې څرګندې کړې دي.

یادې ادارې ویلي دي چې تاجک چارواکو د نومبر پر ۱۱مه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ افغانان د دوی د دوسیو له ارزونې پرته بېرته افغانستان ته استولي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دغه راز تاجکستان کې د پناه غوښتنې پروسیجرونو ته د افغان مهاجرو لاسرسی نه درلودل د اندېښنې وړ بللي دي.

بیا ولولئ: له تاجکستان سره پر پوله بندې پاتې افغانې کورنۍ: «وضعیت مو ډېر وخیم دی»

په وینا یې د تېرې جولای میاشتې په پای کې ځایي چارواکو دغه هیواد ته نویو رسېدونکو افغانانو ته د اقامې د ورکولو لړۍ ودروله. همداراز د تاجکستان د کډوالۍ د چارو کمېسیون د پناه غوښتونلیکونو د ارزونې پروسه وځنډوله. د یادې ادارې له مخې دغه خنډونه د دې سبب شوي دي چې ډېری افغان مهاجر په تاجکستان کې له اسنادو پرته ژوند وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې له تاجک چارواکو څخه غوښتي دي چې د افغانانو د اخراج لړۍ دې ودروي او د دوی د پناه غوښتونلیکونو د اروزنې ولاړه پروسه دې بېرته پیل کړي.

بیا ولولئ: د افغانستان د ګاونډیانو غونډه: د افغانانو د کډوالو او بې ځایه کېدو دایمي حل لاره وموندل شي

افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره یو شمېر افغانان چې ژوند یې له خطر سره مخ و تاجکستان ته لاړل. په ورته مهال تاجکستان ویلي وو چې د نړیوالو مرستو پرته د افغان مهاجرو د منلو توان نه لري.‌

 

نورې ليکنې