مانش کانال کې د سمندري ځواکونو د څارنې د عملیاتو یو انځور: انځور: دمانش کانال سمندري ځواکونو قومندانۍ
مانش کانال کې د سمندري ځواکونو د څارنې د عملیاتو یو انځور: انځور: دمانش کانال سمندري ځواکونو قومندانۍ

د فرانسې سمندري قومندانۍ په حواله له تېرې جمعې شپې څخه تر شنبې پورې انګلیس یا مانش کانال کې نږدې ۲۵۰ مهاجر ژغورل شوي دي. سرچینې زیاته کړې ده چې د یاد کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو په شمېر کې یو ځل بیا زیاتوالی راغلی دی.

د فرانسې سمندري قومنداني وایي د تېرې جمعې له شپې تر شنبې پورې د انګلیس یا مانش کانال له لارې برتانیا ته اوښتونکو نږدې ۲۵۰ مهاجر ژغورل شوي دي.

یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یاد مهاجر د بولونی سور مېر، دنکرک او کالې بندرونو ته تر انتقال وروسته سرحدي پولیسو او روغتیایي ډلو ته سپاره شوي دي.

د مانش او شمالي سمندر قومندان فیلیپ دیوتریو د جمعې په ورځ د فرانسې خبري اژانس سره خبرو کې ویلي وو چې په روانه میاشت کې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د اوښتونکو مهاجرو په شمېر کې یو ځل بیا زیاتوالی راغلی دی.

د نوموړي په حواله د روان کال په لومړیو ۸ میاشتو کې کډوالو ۱۵۴۰۰ ځله هڅه کړې وه چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته واوړي. هغه زیاته کړې ده فرانسوي ځواکونو له جنورۍ تر اګست میاشتې پورې ۳۵۰۰ کسان دغه کانال کې ژغورلي وو. خو په وینا یې اوسمهال د یادو مهاجرو شمېر ۳۱۵۰۰ ته رسېږي چې ۷۸۰۰ تنه یې د پولیسو له خوا ژغورل شوي دي. 

ښاغلي دیوتېریو دا هم ویلي دي چې په ۲۰۲۱ کې ۷ کسان مانش کې وژل شوي او یا لادرکه دي.

بیا ولولئ: فرانسه: برتانیا ته تلونکي ۲۱۰ کډوال له سمندر څخه ژغورل شوي

د یو بل خبر له مخې د تېرې سه شنبې په ورځ یوه فرانسوي سرتېري د کالې په ساحلي اوبو کې هغه اریتریایۍ کورنۍ وژغورله چې د ډوبېدو په حال کې وه.

د نور لیتورال ورځپاڼې د یو خبر له مخې لودویک هویز او همکارانو یې بندر کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښې په هکله خبر ترلاسه کړ. هغه وایي سیمې ته له رسېدو وروسته دې ته متوجه شو چې ښځې او ماشومان نارې وهي.

د لودویک په حواله د کډوالو د یوې بېړۍ ماشین چې ۳۲ کسان پکې سپاره وو له کاره لوېدلی و. ځینو مهاجرو ځان بندر ته رسولی و، خو نږدې ۱۵ تنه نور اوبو کې غورځېدلي وو. لودویک وایي یوه کورنۍ یې ولیدله چې د ډوبېدو په حال کې وه. هغه په دې وتوانېد چې یاده کورنۍ وژغوري. 

 

نورې ليکنې