فرانسوي ځواکونه سلاک ساحل کې. ۲۰۲۱ سپټمبر ۸مه. انځور:‌ کډوال نیوز، مهدي شبیل
فرانسوي ځواکونه سلاک ساحل کې. ۲۰۲۱ سپټمبر ۸مه. انځور:‌ کډوال نیوز، مهدي شبیل

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن پرون دوشنبه اعلان وکړ چې راتلونکي کال به د انګلیس او یا مانش کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو د سفر د مخنیوي لپاره له نويو وسایلو او تکنالوجیو کار اخیستل کېږي.

د فرانسې په ساحلي سرحدونو کې نوي موټرونه، موټرسایکلونه، کښتۍ، کمرې، د شپې دوربینونه او نور داسې وسایل کارول کېږي.‌ د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن پرون دوشنبه د نومبر ۲۲مه وویل چې فرانسوي ځواکونو ته به د انګلیس کانال له لارې د ناقانونه سفرونو د مخنیوي لپاره نوي وسایل ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا د برتانیا او فرانسې د تړون له مخې به د راتلونکي کال په جریان کې فرانسوي ځواکونه د ۱۱ میلیونه یورو په ارزښت ۱۰۰ نورو موټرونو ته لاسرسی مومي. په وینا یې دمګړۍ یوازې ۲۰ موټرونه چمتو شوي دي چې د فرانسوي ځواکونو له خوا کارول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي‌ دي چې کمرې، د شپې دوربینونه، ۳۰۰ څراغونه او نور داسې وسایل به هم د کډوالو د مخنیوي لپاره کارول کېږي.‌ د اعلامیې له مخې دغه وسایل به د راتلونکي کال په جریان کې چمتو او پولیسو ته ورکول کېږي.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: دوو ورځو کې نږدې ۲۵۰ مهاجر ژغورل شوي

دا په داسې حال کې ده چې له ډېرې مودې راهیسې له فرانسې څخه برتانیا ته د مهاجرو د ورتګ هڅه د د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ پر یوې ستونزمنې موضوع بدله شوې ده. په ۲۰۲۱ کې برتانیا او فرانسه درې ځله پر یادې موضوع غږېدلې وې. 

تېره جولای میاشت د فرانسې د کورنیو چارو وزیر له خپلې برتانوۍ سیالې پریتي پاتل سره کتنه وکړه. دغه غونډه کې انګلیس کانال کې د امنیتي تدابیرو پر زیاتېدو ټینګار شوی و.‌ برتانیا ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۱--۲۰۲۲ کلونو ترمنځ‌ به د ورتلونکو مهاجرو د څپو د مخنیوي په موخه له فرانسې سره د ۶۲،۷ یورو په ارزښت مالي مرسته کوي.

دغه راز د ۲۰۲۰ په نومبر میاشت کې برتانیا او فرانسې له انګلیس کانال له لارې د مهاجرو د مخنیوي لپاره د یو ګډ استخباراتي واحد د جوړولو هوکړه لاسلیک کړې وه.‌

 

نورې ليکنې