اټڼ هوایي‌ ډګر. انځور:‌ رویټرز
اټڼ هوایي‌ ډګر. انځور:‌ رویټرز

یوناني چارواکي وایي چې د یو پخواني وزیر په ګډون ۱۱۹ افغانان دغه هیواد ته رسېدلي دي. ټاکل شوې ده چې نوموړي کسان به له لنډې مودې وروسته د امریکا په ګډون نورو هیوادونو ته ولېږدول شي.

د یوناني چارواکو په حواله پرون دوشنبه د نومبر ۲۲مه د یو پخواني وزیر په ګډون ۱۱۹ افغانان په یوه ځانګړې الوتنه کې د یونان تسالونیکا ښار ته رسېدلي دي.

د یادو کسانو په ډله کې د سرحداتو او قبایلو پخوانی وزیر محب الله صمیم هم دی.‌ دغه الوتکه کې یوه وکیله، یوه ښځینه قاضي او د ښځو د حقونو مدافعانې هم سپرې وې.

بیا ولولئ:‌ یونان د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو یوې ۳۵ کسیزې ډلې ته پناه ورکړې

یوناني چارواکو ویلي چې یاد افغانان به د لنډې مودې لپاره په یونان کې پاتې شي او وروسته به نورو هیوادونو لکه امریکا او کاناډا ته استول کېږي.‌

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته یونان د یو شمېر هغو افغانانو هرکلی کړی دی چې افغانستان کې د طالبانو له ګواښونو سره مخ وو.‌

د تېرې اکټوبر میاشتې پر ۲۱مه د بشري حقونو ځینې فعالان له شمالي مقدونیې څخه یونان ته لېږدول شوي وو. یونان دغه راز په سپټمبر میاشت کې ځینې ښځینه قاضیانو، د پارلمان پخوانیو استازو او کورنیو ته یې پناه ورکړې وه.

 

نورې ليکنې