د افغانستان د ملي فدراسیون غړي په بلګراد کې. د انځور ټول حقونه خوندي دي.
د افغانستان د ملي فدراسیون غړي په بلګراد کې. د انځور ټول حقونه خوندي دي.

د افغانستان د سوک وهنې د ملي فدراسیون ۱۳ غړي د صربستان پلازمېنه بلګراد کې ایسار پاتې دي.‌ دوی چې له زیاتو سختیو وروسته د سوک وهنې په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه صربستان ته راغلي وایي، چارواکو د صربیا د خاورې د پرېښودو سند ورکړی دی، خو که دوی بېرته افغانستان ته ستانه شي، هلته یې ژوند له خطر سره مخ دی.

د افغانستان د سوک وهنې ملي فدراسیون ۱۳ غړي له یوې میاشتې راهیسې په صربستان کې بند پاتې دي. د یاد فدراسیون مشر وحیدالله حمیدي کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي چې دوی د اکټوبر پر ۲۳مه د سوک وهنې په نړیوالو سیالو کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته ورسېدل. 

ښاغلی حمیدي زیاتوي: «دا سمه خبره ده چې په افغانستان کې سیاسي‌ بدلون رامنځ ته شوی و، خو موږ غوښتل چې د سوک وهنې د ملي ټیم په توګه دغو سیالیو کې ګډون وکړو.»

دغو سوک وهونکو د اکټوبر له ۲۳ د نومبر تر ۸ پورې ۱۱ لوبو کې ګډون کړی دی.‌ د یاد فدراسیون د مشر په حواله که څه هم دوی په افغانستان کې په ډېرې سختۍ سره خپلو تمریناتو ته ادامه ورکړې وه او صربیا ته د رسېدو لپاره له زیاتو ستونزو سره مخ شوي وو، خو ټول لوبغاړي په سیالیو کې ښه وځلېدل. 

سیالیو کې د ګډون لپاره د سفر تیاری

حمیدالله وحیدي په ۱۹۹۷ کال کې زېږېدلی دی.‌ هغه چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د سوک وهنې د ملي فدراسیون مشر و وایي:‌ «د طالبانو له راتګ سره حالت ډېر پیچلی شوی و. زه په خپل کور کې وم. ما ته څو ځله دا زمینه برابره شوه چې له افغانستانه ووځم. خو خپلو بهرنیو ملګرو ته مې ویل چې باید ټولو همکارانو ته مې دا چانس برابر شي.»

وحیدي وایي چې نږدې دوه میاشتې یې پټ ژوند کړی دی.‌ په وینا یې:‌ «طالب وسله وال څو ځله هغه ځای ته راغلل چې زه پکې اوسېدم.‌ غوښتل یې چې زما موټر ونیسي.‌ خو ملګرو مې ورته وویل چې زه هلته نه اوسېږم او موټر هم زما نه دی.‌»

د ښاغلي وحیدي په خبره دوی سیالیو کې د ګډون لپاره دې ته اړ شول چې په لومړي سر د افغانستان ګاونډي هیواد ایران ته ځان ورسوي.‌ هغه وایي:‌ «یو کمېشن کار ته مو پیسې ورکړې وې چې موږ ته د ایران ویزې واخلي.‌ دوه اونۍ وروسته مو د ایران ویزه ترلاسه کړه. خو بیا الوتکو کې تش ځای نه مو موجود.‌ له مجبورۍ هرات ته ولاړو.»

خو په وینا یې هرات ته هم سفر اسان نه و: «تصمیم مو ونیو چې د طالبانو له خوا د نیول کېدو د مخنیوي لپاره باید په بېلابېلو ډلو کې هوایي ډګر ته ولاړ شو.»

دغه لوبغاړي وروسته بیا له هراته په لیني موټرونو کې ایران ته ولاړل.‌

«ملګرو ته مې وویل چې خپلو تمریناتو ته ادامه ورکړي»

خو ایا دوی سیالیو ته کافي چمتووالی نیولی و؟ حمیدالله وایي‌ چې که څه هم هغه د طالبانو د ګواښونو له کبله پټ ژوند ته اړ شوی و، خو له خپلو ټولو همکارانو سره په تماس کې و او هغوی ته یې ویلي وو چې خپلو تمریناتو ته دې ادامه ورکوي.‌ هغه زیاتوي: «طالبان له سوک وهنې سره مخالف دي. فدراسیون مو له کاره لوېدلی و.‌ چاره نه وه.‌ خپلو ملګرو ته مې وویل چې کلبونو کې باید خپلو تمریناتو ته ادامه ورکړي، خو په پټ ډول.»

نوموړی او همکاران یې ورسره د ایراني پوله ساتونکو له چلند څخه هم شکایت لري. دوی وایي چې که څه هم ویزې یې لرلې خو پوله ساتونکو ورسره تاوتریخجن او غیرانساني چلند کړی دی. د ښاغلي وحیدي په حواله: «ما ورته وویل چې موږ سوک وهوونکو یو، خو چلند یې له موږ سره داسې و چې ګواکي موږ مجرمان یو.»

دغه ډله تهران کې د صربیا د ویزې له ترلاسه کولو وروسته د اکټوبر پر ۲۳مه د ترکیې له لارې بلګراد ته ورسېدله. دوی د سوک وهنې په نړیوالو سیالو کې د فېر چانس ټیم تر عنوان لاندې لوبه وکړه.‌ فېر چانس هغو کسانو ته ځانګړی شوی دی چې د سیاسي دلایلو له کبله له خپل هیواد څخه استازولی نه شي کولی.

«پولیسو موږ ته د خاورې د پرېښودو سندونه راکړي»

صربستان کې د سوک وهنې سیالۍ د نومبر پر ۸مه پای ته ورسېدې. حمیدالله وایي که څه هم دوی د سیالیو له پای ته رسېدو سره هوایي ډګر ته ولېږدول شول،‌ خو د فدراسیون غړو نه غوښتل چې د افغانستان کې د شته ګواښونو له کبله بېرته خپل هیواد ته ستانه شي.‌ په وینا یې: «صربیا ته مو له سفر وروسته زموږ د همکارانو کورنۍ طالبانو ګواښلې دي.‌ همکارانو مې ما ته وویل چې دوی افغانستان کې له ګواښونو سره مخ دي او نور هلته ژوند نه شی کولی.»

دغه لوبغاړي د نومبر له ۸مې راهیسې د بلګراد په یوه هوټل کې اوسېږي. دوی چې څو اونۍ مخکې د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره پولیسو ته مراجعه کړې وه وایي: «پولیسو موږ ته د صربیا د خاورې د پرېښودو سندونه راکړل.‌»

ښاغلی حمیدي زیاتوي:‌ «دوی غواړي چې موږ د نومبر تر ۲۸ پورې له صربیا څخه ووځو. خو نه پوهېږو چې چېرته ولاړ شو. افغانستان کې مو ژوند په خطر کې دی او دلته د پاتې کېدو اجازه نه لرو.»

هغه ټینګار کوي چې تر اوسه یې له زیات شمېر سفارتونو او نړیوالو سازمانونو سره اړیکه نیولې ده، خو چا مثبت ځواب نه دی ورکړی.

 

نورې ليکنې