له پاکستان سره د افغانستان پوله، سپین بولدک-چمن. انځور: فرانس پرس/ Getty images
له پاکستان سره د افغانستان پوله، سپین بولدک-چمن. انځور: فرانس پرس/ Getty images

د فارین پالیسۍ نشريي په یو راپور کې راغلي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، پاکستان پر خپلو پولو د محمدودیتونو پر وضع کولو سره ډیرۍ افغانان بیرته شاتګ ته اړ کړي او له پولو يي بیرته افغانستان ته اخراج کړي.

په راپور کې چې د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۲۲ مه خپره شوې ویل شوي،هغه افغانان چې په دې وروستیو کې د پاکستان خاورې ته له قانوني اسنادو پرته دننه شوي د دغه هیواد د چارواکو لخوا بیرته اخراج شوي دي.

د راپور له مخې، د نویو افغان کډوالو د ورتګ پر وړاندې نوي لګول شوي اقدامات، د پاکستاني چارواکو د هغو اندیښنو ښودنه کوي چې د خپل هیواد د ملي امنیت او اقتصاد په اړه يي لري.

فارین پالیسي په خپل راپور کې ویلي چې پاکستان په تیرو څو لسیزو کې د شاوخوا ۳،۵ میلیونه افغان کډوالو کوربه توب کړی خو د طالبانو له واکمنۍ راهیسې بیا دغه هیواد د نویو افغان کډوالو د منلو په اړه په شا شوی او پر پولې يي محدودیتونه وضع کړي دي.

راپور کې راغلي چې د سپتمبر په میاشت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي و چې په خپله خاروه کې به نویو کډوالو لپاره کمپونه نه جوړوي. د فارین پالیسۍ په خبره، دا د دې ښودنه کوي چې پاکستان د نورو افغان کډوالو منلو ته چمتووالی نه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د شمیرو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې شاوخوا ۲۸ زره خلک له افغانستان څخه پاکستان ته دننه شوي دي. د فرانس پرس خبري آژانس لیکلي چې ښايي د دغو خلکو ډیره برخه د طالبانو له راتګ وروسته پاکستان ته تللي وي.

پاکستان کې پښتون سیاستوال او پخوانی سناتور افراب سیاب خټک د نویو افغان کډوالو په اړه د پاکستان د سیاست په اړه ویلي:« هیڅ څوک نه پوهیږي چې په دې برخه کې سیاست څه شی دی.» نوموړي زیاته کړه:« افغانان د لیوانو خولې ته اچول کیږي»

وروسته له هغه چې د اګست په میاشت کې طالبانو د افغانستان ولکه په لاس کې واخیست، لسګونه زره افغانانو پاکستان او ایران ته د تیښتې هڅه وکړه. د دې ترڅنګ له ۱۲۴ زرو څخه ډیر افغانان د امریکا او د متحدینو لخوا يي له افغانستان څخه وویستل شول.

 

نورې ليکنې