د بېلا روس او پولنډ پر پوله مهاجر د سختو کړاونو سره مخامخ دي | Photo: Maxim Guchek/BelTA/AP
د بېلا روس او پولنډ پر پوله مهاجر د سختو کړاونو سره مخامخ دي | Photo: Maxim Guchek/BelTA/AP

د آلمان د ارواپوهانو خونې د آلمان پر راتلونکي نوي حکومت غږ کړی دی چي دغه هيواد ته د مهاجرت له پاره دي قانوني لاري رامنځته کړي.

د آلمان د آرواپوهانو خونې ويلي دي چي د آلمان راتلونکي حکومت ښايي چي د مهاجرت په سياست کي مهاجرو ته نوي آسانتياوي برابري کړي. د يادي خونې رئيس، ديتريش مونڅ په ويلي دي: «هغه خلک چي په تېښته کي دي، نه يوازي په خپل هيواد او د مهاجرت پر لارو د ژوند د ګواښونکو حالاتو سره مخامخ کيږي بلکه د اروپا پر پوله هم د تراوماتيکو تجربو سره لاس او ګرېوان کيږي.» مونڅ دا څرګندونې د آلمان خبري آژانس ته کړي دي.

ديتريش مونڅ غوښتنه کړې ده چي د دغو خلکو د مهاجرت لپاره باید لارې پرانیستل شي. نوموړي ويلي: «څوک چي پوله تړي، بايد چي داسي دروازې هم رامنځته کړي چي ورباندي د داخلېدلو اجازه وي.» مونڅ دا غوښتنه د آلمان د راتلونکي حکومت څخه کړې چي په لوی احتمال د سوسيال دموکرات، زرغون او ليبرال ګوند په ائتلاف به جوړ شي. د مونڅ په وينا د دې اړتيا شته چي مهاجرو ته په آلمان کي د پناه غوښتنې آسانتياوي برابري کړل شي. هغه زياته کړې: «موږ داسي ښکیلو غاړو ته اړتيا لرو، چي په سياسي توګه تعريف شوي وي چي موږ څومره خلک منو.»

د آلمان د ارواپوهانو د خونې رئيس د آلمان پر راتلونکي حکومت غږ کړی چي بايد مهاجرو ته د رواني درملنې آسانتياوي زياتي کړي. د هغه په وينا تر اوسه پوري عادت داسي دی چي تر لومړيو اتلسو مياشتو پوري مهاجر په آلمان کي د هيڅ ډول رواني درملنې قانوني حق نلري. د هغه په وينا البته په رواني توګه د ناروغو مهاجرو درملنه بايد وشي.

د نومبر مياشتي په ۶ نېټه له سوريې څخه راغلي او د مهاجر په توګه ثبت سوي کس د آلمان په يوه اورګاډي کي څلور کسان په چاړه ژوبل کړل. دغه مهاجر د رواني ناروغيو يو کلينيک ته ولېږدول سو. خو د هغه وروسته چي د دغه کس په هکله پلټنې وسوې نو دا هم نور نه شوای ردېدلای چي ښايي هغه دغه عمل د سخت دریځه اسلامي دلايلو پر اساس کړی وي. په داسي حال کي چي په تيرو وختونو کي د مهاجرو له خوا د تاوتريخوالي په پيښو کي بعضي يې د رواني تکليف سره ربط لري، اوس د توندلاريتوب ضد کارپوهان پر دغه پديده څېړني کوي.

مونڅ ويلي دي: «د تېښتي پر لاره تجربه سوي حالات زيات وختونه د جدي رواني ناروغيو لامل کيږي.» د هغه په وينا دا ناروغۍ داسي بڼه هم لرلای سي چي ناروغان يې د لېوني افکارو سره لاس او ګريوان کيږي. د دغه کارپوه په وينا «دا ډول ناروغۍ پر وخت پېژندل کيدلای او درملنه کيدلای سي. خو که مهاجرو ته د رواني درملنې آسانتياوي برابري کړل سي.»


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې