د بېلاروس او پولنډ پر پوله بند پاتو مهاجرړ سره ماشومان او ښځي هم سته | Photo: MON/Reuters
د بېلاروس او پولنډ پر پوله بند پاتو مهاجرړ سره ماشومان او ښځي هم سته | Photo: MON/Reuters

د بشري حقونو د څار سازمان د پولنډ او بېلاروس پر پوله د مهاجرو د بد وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره، دواړه هیوادونه يي د بشري حقونه پر جدي نقص تورن کړي دي.

له دغه سازمان څخه ليوديا ګل د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د نوامبر ۲۴مه) په دې اړه وويل: «په داسي حال کي چي بېلاروس د خلکو له پاره د عواقبو د له پامه غورځولو له کبله د دغه وضعيت مسؤل دی، پولنډ پر سرحدي سيمه د مهاجرو د کړاو درد شريک مسؤل دی.» د ګل په وينا د بېلاروس سرحد ساتونکي چارواکو ښايي د مهاجرو پر ضد شکنجه کارولې وي.

د دغه سازمان په وينا ۱۹ مهاجر «د پولنډ د سرحد ساتونکو چارواکو له خوا پر شا تمبول شوي او په جزوي توګه په تاوتريخوالي سره.» د سازمان په وينا دا ډول اعمال د اروپا د پناه غوښتنې ضد دي. د بشري حقونو دغه سازمان پر اروپايي اتحاديې غږ کړی چي «پر سرحد د دغو کړېدونکو او د مرګ تر ګواښ لاندې خلکو او قربانيانو سره پېوستون» وښيي. 

د بشر د حقونو د دغه نړيوال سازمان د تور له مخي په بېلاروس کي د چارواکو له خوا د مهاجرو سره «غيربشري او له سپکاوي ډک چلن» هر چيري موجود دی. د ليوديا ګل په وينا په بعضو مواردو کي دغه چلن «شکنجه» بلل کيدلای شي چي دا کار د دغه هيواد له خوا د نړيوالو مکلفيتونو نقض دی. د ګل په وينا پولنډ او بېلاروس دواړه په دې مکلف دي چي د انسانانو د ژوند د ضايع کېدو مخه ونيسي. د هغې په وينا دا په داسي توګه چي په سرحدي سيمه کي بندو پاتو انسانانو ته د بشري مرستو د رسېدنې له پاره امکانات برابر کړي.

اروپايي اتحاديې د روسيې په اوږدمهال واکمن اليکزاندر لوکاشېنکو تور لګوي چي مهاجر د ناسمو ژمنو له لاري بېلاروس ته راجلبوي چي بيا يې په ناقانونه توګه اروپايي اتحاديې ته قاچاق کړي. دمګړی د سپيني روسيې او پولنډ په سرحدي سيمه کي په زرونو مهاجر بند پاته دي. بروکسل تور لګوي چي لوکاشېنکو غواړي په دې توګه له اروپايي اتحاديې څخه د ورباندي لګول سوو تورونو له کبله غچ واخلي. خو لوکاشېنکو دغه تورونه ردوي. بېلاروس په عيني حال کي د مهاجرو بېرته لېږد هم پېل کړی دی.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې