فرانسوي چارواکو د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړ چې له ۲۰ څخه ډیر کډوال چې غوښتل يي د انګلش چینل د اوبو له لارې بریتانیا ته واوړي، خپل ژوند له لاسه ورکړی. اندیښنې دادي چې ښايي د تلفاتو شمیر له دې هم ډیر وي.
فرانسوي پولیسو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دغه ۲۰ تنه هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د دوې کښتۍ د کالې بندري ښار ته څیرمه سمندر کې ډوبه شوه.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرار درمانین چې د پیښې سیمې ته روان شوی په خپله ټویټر پاڼه کې د قاچاقچیانو لخوا دغه پیښه په کلکه غندلې او زیاته کړې يي ده چې ډیری خلک په یاده پیښه کې وژل شوي دي.
چارواکي ویلي چې درې چورلکې او درې کښتۍ د ژغورنې د لټون لپاره ګمارل شوي دي.
په دې وروستیو کې د انګلیش چینل له لارې له فرانسې څخه بریتانیا ته د کډوالو د اوښتو هڅې خورا ډیرې شوي دي. دغه کډوال غواړي چې د وړو کښتیو له لارې د قاچاقچیانو په مرسته ځانونه بریتانیا ته ورسوي.
بریتانیا بیا د انګلیش چینل له لارې په ناقانونه ډول خاورې ته يي د خلکو د ننوتلو د مخنیوي پر لارو چارو کار کوي.
فرانسه وايي چې د روان میلادي کال له پیل څخه له دغې لارې بریتانیا ته د اوښتو ۳۱۵۰۰ پیښې ثبت شوې او ۷۸۰۰ تنه له سمندر څخه ژغورل شوي دي. دا شمیره د اګست میاشتې راهیسې دوه چنده ډیروالی ښيي.
بریتانیا بیا وايي چې له ۲۵۰۰۰ څخه ډیر خلک د روان کال له پیل څخه په ناقانونه ډول دغه هیواد ته دننه شوي چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله درې برابره ډیروالی ښيي.