انګلیس کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې لږترلږه ۲۷ کسان وژلي. انځور: رویټرز
انګلیس کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې لږترلږه ۲۷ کسان وژلي. انځور: رویټرز

پرون چهارشنبه لږترلږه ۲۷ کډوال چې غوښتل یې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته ځان ورسوي د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ډوب شوي دي. د چارواکو په حواله د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او پنځه کسان نیول شوي دي.

انګلیس کانال کې تر ټولو غمجنه پېښه. د فرانسوي چارواکو په حواله پرون چهارشنبه د نومبر ۲۴مه انګلیس یا مانش کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې لږترلږه ۲۷ کډوال وژلي دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پرون شپه د پېښې په اړه د غبرګون په ښودلو وویل هیواد یې «نه پرېږدي چې مانش پر قبرستان بدل شي.» نوموړي د اروپایي وزیرانو د بېړنۍ غونډې غوښټنه وکړه. که څه هم ښاغلي مکرون دې پېښه کې د مړو شمېر ۳۱ بللی و، خو د فرانسې د کورنیو چارو وزارت بیا وویل چې پېښې ۲۷ کسان وژلي دي.

بیا ولولئ: له ۲۰ ډېر کډوال چې بریتانیا یې د تلو هڅه درلوده سمندر کې ډوب شوي

د یوې سرچینې په حواله یاد کډوال په یوه «اوږده کښتۍ» کې سپاره وو او له دنکرک څخه یې د برتانیا پر لور خپل سفر پیل کړی و.

بل پلو د فرانسې خبري اژانس د لیل ښار څارنوالې کارول اتین له قوله ویلي دي چې وژل شویو کې ۱۷ نارینه چې دوه تنه یې روغتون کې ساه ورکړې، ۷ ښځې او «۳ تنکي ځوانان» شامل دي.

نوموړې زیاته کړې ده چې د ژغورل شویو له ډلې دوه تنه یې ظاهرا د سومالیا او عراق دي. دغه دوه مهاجر اوس په روغتون کې دي او ټاکل شوې ده چې تحقیقات ترې وشي.

د لیل څارنوالې زیاته کړې ده چې چارواکو د لا زیاتو څېړنو په موخه د کښتۍ پاتې برخې ضبط کړې دي.

بل لور ته د برتانیا لومړي وزیر سکای نیوز ته ویلي چې د پېښې له امله «شوک» لیدلی دی. هغه زیاته کړې ده چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو د ورتګ د مخنیوي لپاره به نور اقدامات وکړي.

د برتانیا د لومړي دفتر د یو ویاند په حواله ښاغلي جانسون پرون شپه د فرانسې له ولمسشر امانویل مکرون سره خبرې وکړې. دواړو مشرانو پر دې موافقه وکړه چې د دغو وژونکو سفرونو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: دوو ورځو کې نږدې ۲۵۰ مهاجر ژغورل شوي

ژغورونکې کښتۍ پرون شپه موندل شوي مړي کالې بندر ته انتقال کړل. دغه جسدونه د څېړنو لپاره د لیل ښار د عدلي طب انستیتوت ته استول شوي دي.

دغه راز د سیمه ییزې قضایي ادارې د پېښې په اړه دوسیې پرانیستې دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن په وینا تر دې دمه د پېښې په تړاو پنځه کسان نیول شوي دي.   

د روان کال له جنورۍ د نومبر تر ۲۰مې ۳۱۵۰۰ کډوال له فرانسوي سواحلو څخه د برتانیا پر لور حرکت کړی چې له ډله یې ۷۸۰۰ کسان انګلیس کانال کې ژغورل شوي دي.

لندن بیا وایي چې د روان کال په لسو میاشتو کې ۲۲۰۰۰ کسان د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي.

 

نورې ليکنې