پرون چهارشنبه لږترلږه ۲۷ کډوال چې غوښتل یې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته ځان ورسوي د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ډوب شوي دي. د چارواکو په حواله د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او پنځه کسان نیول شوي دي.
انګلیس کانال کې تر ټولو غمجنه پېښه. د فرانسوي چارواکو په حواله پرون چهارشنبه د نومبر ۲۴مه انګلیس یا مانش کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې لږترلږه ۲۷ کډوال وژلي دي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پرون شپه د پېښې په اړه د غبرګون په ښودلو وویل هیواد یې «نه پرېږدي چې مانش پر قبرستان بدل شي.» نوموړي د اروپایي وزیرانو د بېړنۍ غونډې غوښټنه وکړه. که څه هم ښاغلي مکرون دې پېښه کې د مړو شمېر ۳۱ بللی و، خو د فرانسې د کورنیو چارو وزارت بیا وویل چې پېښې ۲۷ کسان وژلي دي.
بیا ولولئ: له ۲۰ ډېر کډوال چې بریتانیا یې د تلو هڅه درلوده سمندر کې ډوب شوي
د یوې سرچینې په حواله یاد کډوال په یوه «اوږده کښتۍ» کې سپاره وو او له دنکرک څخه یې د برتانیا پر لور خپل سفر پیل کړی و.
بل پلو د فرانسې خبري اژانس د لیل ښار څارنوالې کارول اتین له قوله ویلي دي چې وژل شویو کې ۱۷ نارینه چې دوه تنه یې روغتون کې ساه ورکړې، ۷ ښځې او «۳ تنکي ځوانان» شامل دي.
نوموړې زیاته کړې ده چې د ژغورل شویو له ډلې دوه تنه یې ظاهرا د سومالیا او عراق دي. دغه دوه مهاجر اوس په روغتون کې دي او ټاکل شوې ده چې تحقیقات ترې وشي.
د لیل څارنوالې زیاته کړې ده چې چارواکو د لا زیاتو څېړنو په موخه د کښتۍ پاتې برخې ضبط کړې دي.
بل لور ته د برتانیا لومړي وزیر سکای نیوز ته ویلي چې د پېښې له امله «شوک» لیدلی دی. هغه زیاته کړې ده چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو د ورتګ د مخنیوي لپاره به نور اقدامات وکړي.
د برتانیا د لومړي دفتر د یو ویاند په حواله ښاغلي جانسون پرون شپه د فرانسې له ولمسشر امانویل مکرون سره خبرې وکړې. دواړو مشرانو پر دې موافقه وکړه چې د دغو وژونکو سفرونو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
بیا ولولئ: انګلیس کانال: دوو ورځو کې نږدې ۲۵۰ مهاجر ژغورل شوي
ژغورونکې کښتۍ پرون شپه موندل شوي مړي کالې بندر ته انتقال کړل. دغه جسدونه د څېړنو لپاره د لیل ښار د عدلي طب انستیتوت ته استول شوي دي.
دغه راز د سیمه ییزې قضایي ادارې د پېښې په اړه دوسیې پرانیستې دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن په وینا تر دې دمه د پېښې په تړاو پنځه کسان نیول شوي دي.
د روان کال له جنورۍ د نومبر تر ۲۰مې ۳۱۵۰۰ کډوال له فرانسوي سواحلو څخه د برتانیا پر لور حرکت کړی چې له ډله یې ۷۸۰۰ کسان انګلیس کانال کې ژغورل شوي دي.
لندن بیا وایي چې د روان کال په لسو میاشتو کې ۲۲۰۰۰ کسان د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي.