پرون چهارشنبه مانش کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې په تړاو ۵ کسان نیول شوي. انځور: مارک دومور، له وا دو نور، پېکچر الاینز
پرون چهارشنبه مانش کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې په تړاو ۵ کسان نیول شوي. انځور: مارک دومور، له وا دو نور، پېکچر الاینز

د فرانسې د کالې ښار په ساحلي اوبو کې د کښتۍ د ډوبېدو پېښې په تړاو ۵ شکمن کسان نیول شوي دي. د فرانسوي چارواکو په حواله ډوبه شوې کښتۍ له دنکرک څخه د برتانیا پر لور حرکت کړی و او ښایي د سپرو کسانو د شمېر د ډېروالي له امله نسکوره شوې وي.

د کالې په اوبو کې د مهاجرو د کښتۍ له ډوبېدو یوه ورځ وروسته فرانسوي چارواکي وایي چې د پېښې په تړاو یې ۵ شکمن کسان یې نیولي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن په حواله داسې ګومان شته چې دغو کسانو د مهاجرو په قاچاق کې لاس درلود. نوموړي زیاته کړې ده چې د پنځم کس موټر المانی نمبر پلېټ لري. په وینا یې دغه سړي په المان کې کښتۍ پېرلې وې.

د وروستیو معلوماتو له مخې دې پېښه کې ۱۷ نارینه او ۳ ښځې وژل شوي دي. د پولیسو یوې سرچینې ویلي دي چې د وژل شویو په ډله کې درې تنکي ځوانان هم دي.

بیا ولولئ: انګلیس کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه: د مړو شمېر ۲۷ تنو ته لوړ شوی

د کورنیو چارو وزیر ار تې ال راډیو سره خبرو کې ویلي چې دوه ژغورل شوي کسان چې اوس روغتون کې دي د سومالیا او عراق دي. په وینا یې له پېښې وروسته د هغوی د بدن د تودوخې درجه ټیټه شوې وه خو نن یې وضعیت ښه دی. هغه زیاته کړې ده چې له دغو کسانو څخه به تحقیقات وشي.

ویمرو ساحل کې د مهاجرو یوه ډله. انځور: رویټرز، ۲۰۲۱ د نومبر ۲۴مه
ویمرو ساحل کې د مهاجرو یوه ډله. انځور: رویټرز، ۲۰۲۱ د نومبر ۲۴مه

بل پلو بولونی سور مېر کې د اس ان اس ام اډې مشر برنارد بارون وېست فرانس ته ویلي: « دا هغه ناورین دی چې د کډوالۍ کړکېچ له پیل راهیسې یې موږ اندېښمن کړي وو.» نوموړي دا هم ویلي دي چې نن سبا زیات شمېر مهاجر په داسې کښتیو کې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کوي چې په اصل کې یوازې د لسو کسانو ظرفیت لري.

د لیل ښار د سیمه ییزې قضایي ادارې د پېښې په تړاو دوسیې پرانیستې دي. دغه راز د فرانسې سرحدي پولیسو او سمندري ژاندارم او له ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې ادارې ته د پېښې په تړاو شکایتونه ثبت شوي دي.

بل لور ته د فرانسې لومړي وزیر ژان کستکس نن پنجشنبه سهار د یادې پېښې په تړاو د کابینې له وزیرانو سره غونډه وکړه. غونډه کې د فرانسې د کورنیو چارو، د عدلیې، د دفاع او د بهرنیو چارو وزیرانو او اروپایي چارو کې د دولت منشي ګډون درلود.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په حواله فرانسوي ځواکونو د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې ۱۵۰۰ قاچاق وړونکي نیولي دي. نوموړي نن پنجشنبه وویل چې قاچاق وړونکي د «کوډ لرونکو موبایلونو» له لارې د «مافیایي باندونو» په څېر فعالیت کوي.

د یادولو ده چې د نومبر پر ۱۲مه مانش کانال کې ۳ کسان مړه شوي او ۴ تنه لادرکه شوي وو. دمګړۍ یاد کانال کې د مړو شمېر ۳۴ کسانو ته رسېږي. په ۲۰۲۰ کې ۶ مهاجرو مانش کانال کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و او درې تنه نور لادرکه شوي وو.

که څه هم د فرانسې په شمالي سواحلو کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي، خو ګڼ شمېر مهاجر لا هم د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ هڅه کوي. لږ مخکې د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندان فیلیپ دیوتریو ویلي وو چې تېرو درېو میاشت کې د یاد کانال له لارې برتانیا ته د اوښتونکو مهاجرو په شمېر کې دوه چنده زیاتوالی راغلی دی.  

 

نورې ليکنې