آرشيف انځور ـ مېرکل او موراويڅکي | Photo: Picture-alliance
آرشيف انځور ـ مېرکل او موراويڅکي | Photo: Picture-alliance

د آلمان سرپرسته صدراعظمه انګلا مېرکل د پولنډ د لومړي وزير ماتيوښ موراويڅکي سره په برلين کي ملاقات کوي. هغوی به د پولنډ او بېلاروس د پولې پر بحران خبري وکړي.

انګلا مېرکل به د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د نوامبر ۲۵ نېټه) په برلين کي د پولنډ هيواد د لومړي وزير ماتيوښ موراويڅکي سره د بېلاروس سره په ناقراريو خبري وکړي. 

اروپايي اتحاديه د روسيې پر واکمن اليکزاندر لوکاشېنکو تور لګوي چي د دې مسؤليت په غاړه لري چي په زرونو مهاجر د سپيني روسيې او پولنډ پر پوله بند پاته دي.

د سپيني روسيې يا بېلاروس ولشمر لوکاشېنکو په تکراري توګه پر دې ټينګار کړی ؤ چي په ۲۰۲۰ کال په سپينه روسيه کي د ناانډوله ټاکنو په غبرګون کي د اروپايي اتحاديې د بنديزونو جواب به په دې ورکړي، چي نور د اروپا پر مخ د مهاجرو مخه ونه نيسي.

د مېرکل وياند شټېفن زايبرت د چهارشنبې په ورځ و خبريالانو ته وويل چي د آلمان حکومت د هغه بېړني حالت او سختو ننګونو څخه اګاه دی، د کومو سره چي د پولنډ هيواد مخامخ دی.

د آلمان د صدراعظمې وياند زايبرت زياته کړه چي به دغه لانجه کي په زياته پولنډ د سختيو سره مخامخ دی.

انګلا مېرکل يوه اونۍ تر مخه لا د پولنډ د لومړي وزير موراويڅکي سره پر تليفون خبري کړي وې. مېرکل په دغو خبرو کي د پولنډ سره د آلمان د پېوستون ژمنه کړې وه. زايبرت زياته کړې چي د پنجشنبې په ورځ د دواړو مشرانو په ليدنه کي به هم پر يادو موضوعاتو خبري اتري وسي.

مېرکل او موراويڅکي په پام کي لري چي د غرمې وروسته د خبريالانو سره خبري وکړي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې