انګلیس کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې ۲۷ کډوال وژلي. انځور: رویټرز
انګلیس کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې ۲۷ کډوال وژلي. انځور: رویټرز

د کالې په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. فرانسوي او برتانوي چارواکي قاچاق وړونکي د دې پېښې مسول ګڼي، خو سازمانونه بیا وایي چې دولت خپل مسولیتونه نه دي ادا کړي.

پرون چهارشنبه د نومبر ۲۴مه انګلیس کانال کې د ۲۷ مهاجرو ډوبېدا فرانسه او برتانیا کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د فرانسې ولسمشر مکرون ویلي چې هیواد یې «نه پرېږدي چې مانش پر قبرستان بدل شي.» نوموړي دغه راز د اروپایي وزیرانو د بېړنۍ غونډ غوښتنه کړې ده. هغه ویلي چې د ورته ناورینونو «د لاملینونو د موندلو او محکومولو» لپاره به لازمي اقدامات وکړي. د فرانسې لومړي وزیر بیا دا پېښه یوه «تراژیدي» بللې ده.

بیا ولولئ: انګلیس کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه: د مړو شمېر ۲۷ تنو ته لوړ شوی

بل پلو د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن چې پرون کالې ته تللی و، نن پنجشنبه سهار آر تې ار راډیو ته ویلي: «[د پېښې] مسولین هغه قاچاقچیان دي چې د څو زره یورو په بدل کې انګلستان کې کډوالو ته د یوتوپیا وعده ورکوي. قاچاق وړونکي مجرمان دي.» نوموړي له فرانسوي ژغورونکو، ژاندارم، سرتېرو او روغتیایي کارکوونکو څخه مننه کړې ده.

بل لور ته د برتانیا لومړي وزیر ویلي چې د پېښې له امله یې «شوک» لیدلی او «ډېر غمجن» دی. نوموړي سکای نیوز سره خبرو کې ویلي چې له فرانسې سره یو ځای د ناقانونه سفرونو د مخنیوي لپاره به لا زیات تدابیر نیسي. د لومړي وزیر د دفتر د یو ویاند په حواله ښاغلي جانسون د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون سره تېلېفوني خبرو کې موافقه کړې ده چې دوه هیوادونه باید دغو سفرونو د مخنیوي لپاره ګډې هڅې وکړي.

بیا ولولئ: انګلیس کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه: پنځه شکمن کسان نیول شوي دي

د برتانیا د کورنیو چارو وزیر پریتي پاتل بیا د قربانیانو له کورنیو سره همدردي ښودلې او زیاته یې کړې ده چې د برتانیا حکومت نوی پلان به د پناه غوښتنې پخوانی نظام ځای ونیسي او دغه هیواد ته به د مهاجرو د ورتګ دلایل له منځه یوسي.

همداراز فرانسوي سیاستوالو هم د پېښې په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي. د ملي راغونډېدنې ګوند مشرې مارین لوپن ویلي چې «د کډوالۍ پر وړاندې زغم د غمجنو پېښو سبب کېدلی شي.»

ځینو نورو سیاستوالو بیا د مهاجرو پر هرکلي ټینګار کړی دی.

د فرانسې د زرغون ګوند سیاستوالو ویلي چې فرانسه د دې پېښې مسولیت پر غاړه لري. د اروپایي کمېسیون استازې کریما دلي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې «سهار وختي په سړه هوا کې د مهاجرو د خیمو له منځه وړل، له کمپونو څخه د مهاجرو ایستل، د مهاجرو د وسایلو ورکېدل... ایا دا کارونه قاچاق وړونکي کوي؟»

دغه راز د مهاجرو د حقونو مدافع سازمانونه د پېښې مسول دولت بولي. یوتوپیا ۵۶ ویلي چې «مانش کې د مړو لومړي مسولین قاچاق وړونکي نه دي، د فرانسې او د اروپا هغه سیاسي مسولین دي چې د مهاجرو د هرکلي خلاف دي.»

د نړۍ ډاکټرانو ویلي چې «د خوندي لارو نشتوالي، د مهاجرو د منصرف کولو سیاستونو او خڼدونو برتانیا ته د ورتګ هڅه خطرناکه کړې ده او د قاچاق وړونکو د پیاوړي کېدو لامل شوي. دا سیاست وژونکی دی.»

همدا شان سکور کاتولیک ویلي چې «سیاستوال د ناورینونو د رامنځ ته کېدو په صورت کې قاچاق وړونکي تورنوي، خو د خپلو سیاستونو پایلو ته نه ګوري.»

 

نورې ليکنې