يوې آلمانۍ چارتر الوتکي ۳۴۵ کسان له کابل څخه و قطر ته انتقال کړل. دغه کسان به وروسته له قطر څخه نورو ځايونو ته انتقال کيږي.
د هغه وروسته چي د آلمان پوځ د اګست په آخره کي له کابل هوايي ډګر څخه د خلکو د انتقال پروسه ودروله، دا دويم ځل دی چي د آلمان د حکومت له خوا چارتر سوې الوتکه په سلونو کسان له کابل څخه راباسي. د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت په وينا د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د نوامبر ۲۵مه) ۳۴۵ کسان له کابل څخه د قطر و پلازمېني دوحه ته انتقال کړل سول.
د ياد وزارت په وينا له کابل څخه په را ايستل سوو دغو کسانو کي د آلمان تابعيت لرونکي، په افغانستان کي د آلمان ځايي همکارانو او د هغوی کورنۍ او په همدې شان د محافظت متلاښي نور کسان شامل ول.
د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت په وينا په دغه الوتکه کي ۹ داسي کسان هم سپاره ول چي وروسته به فرانسې او هالنډ ته سفر کوي.
د آلمان حکومت دوې اونۍ تر مخه هم د يوې چارتر سوي الوتکي په مرسته ۳۲۹ کسان له افغانستان څخه ايستلي ول. د هغه څخه څو ورځي وروسته بيا د يو خصوصي ابتکار له لاري ۱۴۸ نور کسان له کابل څخه بهر ته انتقال کړل سول.
په عيني حال کي د آلمان هانوفر هوايي ډګر ته له قطر څخه يوه الوتکه رسېدلې ده چي پکښي يو شمير هغه افغانان سپاره ول، چي د آلمان له خوا له کابل څخه قطر ته انتقال کړل سوي ول.
د آلمان حکومت په ټوليزه توګه ۲۵۰۰۰ افغانانو ته په آلمان کي د منل کېدو اجازه ورکړېده. له دغو څخه اکثره هغه افغانان او د هغوی کورنۍ دي چي په افغانستان کي د ماموريت پر وخت يې د آلماني پوځ سره همکاري کړې وه.
آ./ا.ا.