کډوال د ترکیې او یونان سرحدي ادنه سیمه کې. انځور:‌ رویټرز
کډوال د ترکیې او یونان سرحدي ادنه سیمه کې. انځور:‌ رویټرز

ترکي چارواکي وایي‌ چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د ترکیې په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۳۱۵ غیرقانوني مهاجر نیولي دي. د نیول شویو په ډله کې زیات شمېر افغانان هم دي.

ترکي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د شاوخوا ۳۱۵ مهاجرو د نیولو خبر ورکړ. 

یوې سرچینې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ځایي رسنیو ته ویلي، ۸۷ تنه چې ډېری یې افغانان او پاکستانیان دي په یوه لارۍ کې موندل شوي دي. 

بیا ولولئ:‌ ترکیه:‌ د افغانانو په ګډون ۳۳۵ «غیرقانوني» مهاجر نیول شوي

لږ مخکې ترکي ځواکونو ته خبر ورکړل شوی و چې د کډوالو ډلې غواړي په لاریو کې د ترکیې لودیځو سیمو ته ځان ورسوي. 

دغه موټر د سورېک دیاربکر پر لویه لاره د امنیتي ځواکونو له خوا ودرول شو. چارواکو موټر چلوونکی نیولی او مهاجر یې د کډوالۍ ځایي ادارې ته استولي دي.

د یو بل خبر له مخې ۲۲۸ سوریایان چې ویل کېږي په ناقانونه طریقه ترکیې ته ننوتلي سوریې ته څېرمه د هتای په سوېلي ولایت کې نیول شوي دي.

یاد مهاجر چارواکو وروسته له هغه ونیول چې ورته خبر ورکړل شو چې په انتاکیه ولایت کې څلورو کسانو سند نه لرونکو مهاجرو ته په خپلو کورونو کې ځای ورکړی دی. ویل کېږي چې یاد سوریایان به تر اداري‌ پروسیجرونو وروسته خپل هیواد ته بېرته واستول شي.

بیا ولولئ: د ترکیې ولسمشر وایي چې نه شو کولی نورو افغانانو ته پناه ورکړو

له افغانستان څخه د کډوالو د څپو د ورتلو له وېرې ترکیې له ایران سره پر پوله امنیتي تدابیر زیات کړي‌ دي.‌ د رسمي شمېرو له مخې دمګړۍ ترکیه کې ۱۸۲ زره راجسټر او شاوخوا ۱۲۰ زره ناراجسټر افغانان اوسېږي. 

 

نورې ليکنې