د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون په یو پرانیستي لیک کې د فرانسې ولسمشر ته له برتانیا څخه فرانسې ته د هغو کډوالو د بېرته استولو وړاندیز کړی دی چې د انګلیس کانال له لارې یې ځان دغه هیواد ته رسولی دی. فرانسوي چارواکو بیا دا وړاندیز «د نه منلو وړ» بللی دی.
د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون پرون پنجشنبه د ټویټر له لارې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ته د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د کډوالو د ورتګ د مخنیوي په اړه ځینې وړاندیزونه وکړل.
نوموړي په یو پرانیستي لیک کې لیکلي دي چې دواړو هیوادونو ته په کار ده چې د کډوالو د کښتیو د سفر د مخنیوي لپاره ګډه ګزمه پیل کړي، د راډار په څېر له نویو تکنالوژیو څخه کار واخلي، د یو بل په ساحلي اوبو کې سمندري ماموریتونه ترسره کړي، د استخباراتي واحد فعالیتونه لا زیات کړي، او د هغو مهاجرو د بېرته استولو پر سر کار وکړي چې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي.
ښاغلي جانسون زیاته کړې ده چې «له فرانسې سره د دغو مهاجرو د بېرته استولو پر سر هوکړه د ناقانونه سفرونو پر مخنیوي مثبت اغېز کولی شي».
د برتانیا او فرانسې ترمنځ د غونډې ځنډ
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون بیا د دغه لیک په غبرګون کې ویلي دي چې د سیاسي مشرانو ترمنځ خبرې اترې د ټویټر له لارې نه کېږي.
په ورته مهال د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن دغه پرانیستی لیک «د نه منلو وړ» بللی دی. ښاغلي دارمنن ویلي دي چې یاد لیک د مهاجرو د مسلې پر سر د روانو مذاکراتو خلاف دی. نوموړي دغه راز له خپلې برتانوۍ سیالې پریتي پاتل سره د غونډې د ځنډ خبر ورکړی دی.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د فرانسې په شمالي ښار کالې کې د اروپایي هیوادونو استازي د انګلیس کانال د مسلې په اړه غونډه وکړي. یاده غونډه کې به فرانسه، بلجیم، هالنډ، جرمني او اروپایي کمېسیون ګډون وکړي. خو برتانیا دغې غونډې ته نه ده بلل شوې.
بیا ولولئ: انګلیس کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه: دولت قاچاق وړونکي تورنوي، سازمانونه دولت د پېښې مسول بولي
سږ کال انګلیس کانال کې ۳۴ تنه ډوب شوي
تېره چهارشنبه انګلیس کانال کې د مهاجرو د کښتۍ ډوبېدو پېښې لږترلږه ۲۷ کسان ووژل. د وروستیو معلوماتو له مخې ډوبو شویو کې ۱۷ نارینه، ۷ ښځې چې یوه یې مېندواره وه او درې ماشومان شامل دي.
دغې پېښې د اروپا په کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په حواله سږ کال تر دې دمه د د دغه هیواد په شمالي زون کې ۱۵۵۲ قاچاق وړونکي نیول شوي او ۴۴ قاچاقي ډلې له منځه وړل شوې دي.
دغه راز د روان کال له جنورۍ راهیسې کډوالو ۴۷۰۰۰ ځله هڅه کړې چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته واوړي. فرانسوي ځواکونو د روان کال په جریان کې یاد کانال کې ۷۸۰۰ مهاجر ژغورلي دي.
د یادولو ده چې د تېر نومبر پر ۱۲مه مانش کانال کې ۳ کسان مړه شوي او ۴ تنه لادرکه شوي وو. خو له دغې نوې پېښې سره یاد کانال کې د مړو شمېر ۳۴ کسانو ته رسېږي. په ۲۰۲۰ کې ۶ مهاجرو مانش کانال کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و او درې تنه نور لادرکه شوي وو.