د اروپا د پولې ساتنې اداره یا فرانتکس به سر د ډېسمبر له لومړۍ نېټې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د کډوالو د سمندري سفرونو د مخنیوي لپاره الوتکه کاروي. دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یاد کانال کې د کښتۍ ډوبېدا ۲۷ کډوال ووژل.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن د دغه هیواد په کالې ښار کې تر یوې غونډې وروسته اعلان کړ چې د راتلونکې ډېسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به د فرانتکس یوه الوتکه د انګلیس کانال پر فضا برتانیا ته د کډوالو د سفرونو د مخنیوي لپاره کارول کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې دا الوتکه به د کډوالۍ د څپو د مخنیوي لپاره له فرانسوي، هالنډي او بلجیمي ځواکونو سره د دوی د دندې په ترسره کولو کې مرسته وکړي.
هغه دا هم وویل چې فرانسه غواړي د انګلیس کانال له لارې د کډوالو د سفرونو د مخنیوي لپاره له برتانیا سره همکاري وکړي، خو دواړه خواوې باید «برابره ونډه» واخلي.
وروسته له هغه چې تېره اونۍ د برتانیا لومړي وزیر په یو پرانیستي لیک کې د فرانسې ولسمشر ته د کډوالو د بېرته ستنولو وړاندیز وکړ، د فرانسې د کورنیو چارو وزیر له خپلې برتانوۍ سیالې پریتي پاتل سره د لیدنې بلنه لغوه کړه.
بیا ولولئ: انګلیس کانال: د کډوالو پر سر د فرانسې او برتانیا ترمنځ لانجه
جرمني، بلجیم، هالنډ او فرانسې د غونډې په پای کې اعلان وکړ چې دوی باید د قاچاق وړونکو پر وړاندې خپلو «عملیاتي همکاریو» ته ادامه ورکړي او دغه راز له برتانیا سره د همکاریو د پیاوړتیا لپاره هڅه وکړي.
ژرالد دارمنن دا هم وویل: «موږ باید له خپلو برتانوي ملګرو سره کار وکړو او څو خبرې ورسره شریکې کړو: لومړی دا چې له قاچاق وړونکو سره د مبارزې لپاره ګډ کار ته اړتیا شته، موږ معلوماتو ته کافي لاسرسی نه لرو، د بېلګې په توګه ډېری وختونه د فرانسوي ځواکونو پوښتنو ته ځواب نه ورکول کېږي.»
نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې برتانیا ته د کډوالو د ورتګ له دلایلو سره هم باید مبارزه وشي.
بیا ولولئ: کالې کې ډوبه شوې کښتۍ: دولت قاچاق وړونکي تورنوي، سازمانونه دولت د پېښې مسول بولي
بل پلو د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ په چارو کې د دولت منشي سميع مهدي وویل چې اروپایي هیوادونه باید په چټکۍ سره د ورته ناورینونو د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.
همدا راز د جرمني استازي اشتېفن مایر وویل چې اروپایي ټولنه باید له برتانیا سره د کډوالو د مسلې پر سره هوکړه کړي.
دا غونډه وروسته له هغه کېږي چې تېره چهارشنبه انګلیس کانال کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ مهاجر ډوب شول.