انګلیس کانال کې ډوبه شوې کډواله مریم او نامزد یې. پر خواله رسنیو خپور شوی انځور. د انځور ټول حقونه خوندي دي.
انګلیس کانال کې ډوبه شوې کډواله مریم او نامزد یې. پر خواله رسنیو خپور شوی انځور. د انځور ټول حقونه خوندي دي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ انګلیس کانال کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښې ۲۷ کسان ووژل. څلور ویشت کلنه مریم د پېښې لومړنۍ قربانۍ ده چې د ډوب شوې کښتۍ د قربانیانو له ډلې وپېژندل شوه.

مریم نوري محمد امین د یو نوي ژوند د پیل ارمان درلود. دغه کرد محصله د عراق له شمالي سیمې څخه راغلې وه او غوښتل یې چې برتانیا کې له خپل نامزد سره یو ځایه شي.

د دغې کډوالې خپلوانو برتانوي رسنیو ته د نوموړې د وژل کېدو خبر تایید کړی دی. یاده پېښه کې چې د فرانسې او برتانیا ترمنځ د انګلیس کانال په اوبو کې رامنځ ته شوه ۱۷ نارینه، ۶ ښځې، چې یوه یې مېندواره وه، او درې ماشومان ډوب شول.

مریم نوري محمد امین څو ځله د برتانیا له سفارت څخه د دغه هیواد د ویزې غوښتنه کړې وه، خو ویزه یې نه وه ترلاسه کړې. نو د ځان سره یې دا پرېکړه وکړه چې له خپل نامزد سره د یو ځای کېدو لپاره اروپا ته سفر وکړی.

نوموړې له ایټالوۍ ویزې سره ترکیې، ایټالیا، المان او بالاخره فرانسې ته ځان ورساوه. ورپسې د کالې سواحلو ته ولاړه او کله چې کښتۍ کې سپره شوه خپل نامزاد ته یې پیغام واستاوه.

هغې د سنپ چټ له لارې خپل نامزاد ته ویل چې کښتۍ ته اوبه ننوتې او کډوال هڅه کوي چې اوبه ترې بهر کړي.

د هغې نامزد بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې دوی د کښتۍ د نسکورېدو پر مهال له یو بل سره په تماس کې وو. په وینا یې مریم فکر کاوه چې مرستندویان به ورسېږي او وبه ژغورل شي.

بیا ولولئ: کالې کې ډوبه شوې کښتۍ: دولت قاچاق وړونکي تورنوي، سازمانونه دولت د پېښې مسول بولي

د مریم یو بل خپلوان سکای نیوز ته ویلي چې د هغې کورنۍ غواړي چې مړی یې عراق ته ولېږدول شي. د تېرې جمعې په شپه عراق کې د مریم کورنۍ، خپلوانو او ملګرو د هغې د فاتحې مراسم ترسره کړل.

د مریم مور د عراق په اربیل کې. انځور: رویټرز، ازاد لشکري
د مریم مور د عراق په اربیل کې. انځور: رویټرز، ازاد لشکري

تر دې دمه دا انګلیس کانال کې تر ټولو غمجنه پېښه بلل کېږي چې ۲۷ کډوال پکې وژل شوي دي. دې پېښه کې یو عراقی او یو سومالیایی کډوال ژوندي پاتې شوي دي. دغه دوه کسان له روغتون رخصت شوي او ټاکل شوې ده چې ترې تحقیقات وشي.

فرانسوي چارواکو تېره اونۍ ویلي وو چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او پنځه شکمن کسان یې نیولي دي.

 

نورې ليکنې