کالې ښار. انځور: مهدي شبیل
کالې ښار. انځور: مهدي شبیل

مانش کانال کې د کډوالو د یوې کښتۍ له ډوبېدو سره یو ځل بیا د برتانیا او فرانسې ترمنځ ناندرۍ رامنځ ته شوې. د توکې تړونونه چې په ۲۰۰۳ کې لاسلیک شوي دي د دوو هیوادونو پر پوله د امنیتي تدابیرو پر زیاتېدو ټینګار کوي. د یادو تړونونو له مخې د فرانسې کالې ښار د برتانیا د سرحد په توګه پېژندل شوی دی.

د تېرې چهارشنبې په ورځ انګلیس کانال کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدا فرانسه کې سخت بحثونه راپارولي دي. برتانیا ته د کډوالو د ورتګ لپاره ولې خوندي لاره نشته؟ ولې مهاجر په کالې کې بند پاتې دي؟

په ۲۰۰۲ کې کله چې په سنګات کې د سره صلیب مرکز وتړل شو، برتانیا غوښتل چې خپلې خاورې ته د هغو کسانو د داخلېدو مخه ونیسي چې ویزې نه لري. د توکې په تړون کې چې په ۲۰۰۳ کې د برتانیا او فرانسې په ۲۵مه غونډه کې لاسلیک شوی راغلي دي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي سیمه کې باید امنیتي تدابیر زیات شي.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: د کډوالو پر سر د فرانسې او برتانیا ترمنځ لانجه

کالې د برتانیا د سرحد په توګه

د یاد تړون پر بنسټ، کاله چې د فرانسې په شمالي سیمه کې پرته ده، د برتانیا د سرحد په توګه وپېژندل شوه. له همدې کبله د کډوالۍ د مخنیوي او کنترول مرکزونه د فرانسې په کالې، بولون سور مېر او دنکرک او د برتانیا په دوور ښار کې پرانیستل شول.

یاد تړون کې راغلي دي چې پاریس نه شي کولی د انګلیس کانال او مانش تونل له لارې مهاجرو ته برتانیا د ورتګ اجازه ورکړي. مانا یې دا چې هغه مهاجر چې برتانیا ته د ورتګ اجازه نه لري باید په فرانسه کې پاتې شي. 

په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ نور تړونونه هم لاسلیک شول. د دغو تړونونو له مخې برتانیا دنده لري چې کالې کې د امنیتي تدابیرو لګښت په غاړه واخلي. دغه راز فرانسه باید د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو د ناقانونه سفرونه مخه نیسي.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: څلور ویشت کلنه مریم، د کډوالو ډوبې شوې کښتۍ کې وژل شوې ښځه

د تړون پر سر بحثونه

له ۲۰۰۳ راهیسې دغو تړونونو په فرانسه کې ډېر جنجالونه راپارولي دي. فرانسوي سیاستوالو په وار وار د توکې پر تړونونو نیوکې کړې دي او د برتانیا په ګټه یې بللي دي.

له اروپایي ټولنې څخه د برتانیا تر وتلو وروسته د یادونو تړونونو برخلیک ناروښانه دی. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن تېر اکټوبر ویلي وو دا اړینه ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د توکې پر هوکړه لیکونو خبرې اترې وشي.

دغه راز د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په ۲۰۱۷ کې د خپل ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې ویلي وو چې غواړي د توکې تړونونو او په ځانګړې توګه د کم سنه ماشومانو د برخلیک پر سر له برتانیا سره مذاکره وکړي.

 

نورې ليکنې