یوناني چارواکو د تېرې یکشنبې په ورځ ترکیې ته څېرمه کس او لېروس ټاپوګانو کې د دو نویو مهاجر کمپونو د پرانیستو خبر ورکړ. د یونان د کډوالۍ چارو وزیر په حواله نن سبا یادو ټاپوګانو کې د کډوالو شمېر نږدې ۶۰۰ تنو ته رسېږي.
د یونان حکومت لومړی ځل په ۲۰۱۹ کې اعلان کړی و چې هغه کمپونه به وتړي چې د کډوالۍ کړکېچ پر مهال د دغه هیواد په پنځو ټاپوګانو کې جوړ شوي وو. یادو کمپونو کې د زیات شمېر سوریایانو او افغانانو په ګډون په سلهاوو زره مهاجر اوسېدل.
یونان په پام کې لري چې د اروپایي ټولنې په مالي مرسته د یادو پنډغالو پر ځای تړلي مهاجر کمپونه جوړ کړي. دغه نويو کمپونو کې ازغن تار او دروازې لګول شوې دي او په نظارتي سیستم مجهز دي.
د یونان د کډوالۍ چارو وزیر نوتیس میتاراچي د کس او لېروس د پنډغالو د پرانیست غونډې پر مهال د دغه نويو کمپونو جوړېدنه د یونان «د کډوالۍ د سخت خو عادلانه پالیسۍ کلي» وبلله.
نوموړي وویل: «هغه کړکېچ پای ته رسېدلی چې په ۲۰۱۵ کې پیل شوی و. داسې یو کړکېچ چې نه یونان او نه اروپایي ټولنه یې د تکرارېدو هیله لري.»
لومړی تړلی کمپ تېر سپټمبر ساموس ټاپو کې پرانیستل شوی و. ټاکل شوې ده چې دوه نور کمپونه به د راتلونکي کال په جریان کې لېسبوس او خیوس ټاپوګانو کې پرانیستل شي.
چارواکي وایي چې دغو کمپونو کې د کډوالو د ژوند شرایط ښه دي، خو د بشري حقونه سازمانونه بیا له یونانه غواړي چې پر خپل سیاست بیاکتنه وکړي.
د بې سرحده ډاکټرانو سازمان یاد کمپونه د «زندان په شان» بللي دي.
بیا ولولئ: د یونان مهاجر کمپ چې زندان معلومېږي
د اروپا د بشري حقونو کمېشنرې دنیا میاتوویک تېره می میاشت یوناني وزیرانو ته لیکلي وو چې وېره لري چې تړلي کمپونه د پناه غوښتونکو د ازادیو د سلب سبب وګرځي.
په ۲۰۱۶ کې یوناني ټاپوګانو کې د جوړ شویو کمپونو هدف دا و چې هغو سوریایي، عراقي او افغان مهاجرو ته پناه ورکړي چې اروپا ته د راتګ هڅه کوي، خو لږ وروسته یادو کمپونو کې د مهاجرو شمېر تر اندازې زیات شو. د ۲۰۱۸ په نومبر میاشت کې دغو پنډغالو کې تر ۲۰۰۰۰ ډېر کډوال اوسېدل.
د نوتیس میتاراچي په حواله دمګړۍ کس او لېروس ټاپوګانو کې نږدې ۶۰۰ پناه غوښتونکي اوسېږي. په وینا یې تېر کال ۶۵۰۰ کډوالو دغو دواړو ټاپوګانو کې ژوند کاوه.