اتریشي چارواکو د تېرې یکشنبې په ورځ وویل چې ۱۵ شکمن کسان یې د سوریایي، لبناني او مصری کډوالو د قاچاق په تور نیولي دي. په وینا یې ۱۴ موټرونه هم ضبط شوي دي چې د مهاجرو د انتقال له پاره کارېدل.
د اتریش پولیس وایي تېره میاشت یې د یوې داسې ډلې په هکله پلټنې پیل کړې وې چې د سلواکیا او چک جمهوریت له لارې یې کډوال له صربیا او هنګریا له سرحدي برخې څخه د اتریش شمال لوېدیځې سیمې ته انتقالول.
اتریشي پولیسو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې شکمن کسان چې د مالداویا، اکراین او ازبکستان اتباع دي د روانې میاشتې په جریان د تلاشیو په ترڅ کې ونیول شول. ځینې نور بیا ویانا هوټل کې نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې نیول شویو کسانو د تېښتې هڅې کولې.
بیا ولولئ: اتریش: پولیسو په یوه لارۍ کې د دوو مهاجرو مړي موندلي
داسې ګومان کېږي چې دوی په موټرونو او لاریو کې ۱۲ تر ۱۵ کسان ځای پر ځایول او ورته به یې وعده ورکوله چې په اورګاډو کې او یا د خپلو خپلوانو په مرسته به یې جرمني ته انتقالوي.
د چارواکو په حواله شکمن کسانو تر ۷۰۰ ډېر کډوال قاچاق کړي چې په پایله کې یې ۲،۵ میلیونه یورو ترلاسه کړې دي.
بیا ولولئ: هنګري: دوه بوسنیایان اتریش ته د کډوالو د قاچاق په تور په بند محکوم شوي
دوی به دغه راز له هر یوه مهاجر څخه له ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ یورو پورې اخیستلې.
دغو کسانو به د ټولنیزو شبکو له لارې مختلفو هیوادونو کې موټر چلوونکي استخدامول او په میاشت کې به یې ۲۰۰۰-۳۰۰۰ یورو ورکولې.