ګراند سنت کې د مهاجرو کمپ.‌ دغه مهاجر وایي پېښې هغوی شوک کړي دي. انځور: کډوال نیوز
ګراند سنت کې د مهاجرو کمپ.‌ دغه مهاجر وایي پېښې هغوی شوک کړي دي. انځور: کډوال نیوز

د تېرې چهارشنبې په ورځ انګلیس کانال کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښې سربېره لا هم ډېری هغه مهاجر چې په کالې او ګراند سنت ښارونو کې ایسار پاتې دي غواړي چې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته واوړي.

د فرانسې شمالي ښار ګراند سنت ته څېرمه د رېل پټلیو او بوربورګ کانال منځ‌ کې کډوالو خیمې درولې دي.‌ د کمپ اوسېدونکي انګلیس کانال کې د غمجنې پېښې په اړه اندېښمن دي. دغه مهاجر چې د ګراند سنت د لوی کمپ‌ له تړل کېدو وروسته دغه ځای ته راغلي‌ وایي شوک یې لیدلی دی.

نوجان عراقۍ کرد ده. هغه چې خپلې خیمې ته نږدې اور بل کړی وایي، پنځه ځله یې په کوچنیو کښتیو کې برتانیا ته د ورتګ هڅې کړې دي. په وینا یې: «لومړی‌ ځل مې ۴ ساعتونه اوبو کې تېر کړل. کښتۍ کې ۳۲ کسان سپاره وو،‌ بیا فرانسوي سرتېري راغلل. دویم ځل مې ۶ ساعتونه اوبو کې تېر کړل.»

هغه زیاتوي چې د کډوالو د کښتۍ له ډوبېدو یوه شپه مخکې یې هم برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کړې ده. نوموړې تصمیم لري چې د ګواښونو سره سره لا هم ځان برتانیا ته ورسوي. په وینا یې: «واضحه خبره ده چې وېره لرم، پرون ۲۷ کسان ووژل شول…»

بیا ولولئ: کالې کې ډوبه شوې کښتۍ: دولت قاچاق وړونکي تورنوي، سازمانونه دولت د پېښې مسول بولي

ګراند سنت کمپ،‌۲۰۲۱ نومبر ۲۵. انځور: کډوال نیوز
ګراند سنت کمپ،‌۲۰۲۱ نومبر ۲۵. انځور: کډوال نیوز

یو ویشت کلن هاریش بیا وایي چې «ټول مهاجر په کښتیو کې سفر کوي». هغه څو ورځې مخکې له عراق څخه د بېلاروس، پولنډ او جرمني له لارې ګراند سنت ته رسېدلی دی.

لاریو کې د سفر لوړې بیې

د هاریش په حواله ډېری کډوال لاریو کې سفر نه شي کولی ځکه چې کافي پیسې نه لري، په وینا یې:‌ «په کښتیو کې د سفر لپاره ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ پونډ ته اړتیا شته، خو لاریو کې بیا ۷۰۰۰۰ پونډ ته اړتیا ده.» د لاریو د بیو د لوړېدو لامل دا دی چې د امنیتي دلایلو له امله کالې بندر ته ننوتل ډېر سخت شوي دي.

رابین مصطفی یو بل کډوال دی چې برتانیا ته تلل غواړي. دغه مهاجر چې د کرکوک سیمې دی وایي، دوه ځله یې برتانیا ته د ورتګ هڅې کړې خو له اوبو څخه ډارېږي. نوموړی زیاتوی چې پېښې شوک کړی دی: «کله چې پېښه رامنځ ته شوه له ځان سره مې پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به یوازې په لاریو کې برتانیا ته د ورتګ هڅه وکړم.»


عراقی کرد رابین مصطفی ګراند سنت کمپ کې اوسېږي.‌ انځور: دانا البز،‌ کډوال نیوز

عراقی کرد رابین مصطفی ګراند سنت کمپ کې اوسېږي.‌ انځور: دانا البز،‌ کډوال نیوز

خو په لاریو کې سفر کول هم له ګواښونو ډک دي. څه موده مخکې دوو سوډانیانو چې غوښتل یې لاریو کې سپاره شي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

«زه به تر مرګه پورې خپلو هڅو ته ادامه ورکړم»

برتانیا ته د کډوالو د ورتګ لپاره د خوندي لارو نشتوالی او د فرانسې ساحلي ښارونو کې د ژوند سخت شرایط د دې سبب کېږی چې ډېری مهاجر په کښتیو کې برتانیا ته د اوښتو هڅه وکړي. ګراند سنت کې د یوتوپیا ۵۶ غړې انا ریشل وایي: «د چارواکو سیاستونه د دې لامل شوي دي چې خلک د ګواښونو سره سره د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د ځان رسولو هڅه وکړي. دلته څوک د مهاجرو هرکلی نه کوي.»

دمګړۍ ګراند سنت کې نږدې ۵۰۰ مهاجر اوسېږي.

دوه ویشت کلن ابراهیم* او ۱۸ ویشت کلن کمال* د تېرې پنجشنبې په شپه د پېښې د ۲۷ قربانیانو د یادونې مراسمو کې ګډون کړی و. هغوی وایي‌ چې څو ځله یې له انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د اوښتو هڅې کړې دي.

کالې کې د قربانیانو د یادونې مراسم. انځور:‌ دانا البوز، کډوال نیوز
کالې کې د قربانیانو د یادونې مراسم. انځور:‌ دانا البوز، کډوال نیوز

کمال وایي: «زه به تر مرګه پورې خپلو هڅو ته ادامه ورکړم.» دغه سوډانی چې له ۱۱ میاشتې راهیسې کالې کې اوسېږي وایي‌ د پناه غوښتنه یې کړې ده،‌ خو غوښتنه یې رد شوې. ابراهیم بیا وایي دا غوره ګڼي چې سمندر کې ډوب شي خو نه غواړي چې دلته پاتې شي.

د کډوالو په ډله کې ډېر کم شمېر کسان دي چې نور نه غواړي په کښتیو کې سفر وکړي. یو سوریایی مهاجر وایي‌ نهه ځله یې په کوچنیو کښتیو کې برتانیا ته د ورتګ هڅې کړې،‌ خو وروستی ځل یې سفر د مرګ له ګواښ څخه ډک و.

هاریش چې ورور یې برتانیا کې اوسېږي وایي، بله چاره نه ده ور پاتې. د نوموړي د کورنۍ نور غړي بېلاروس کې بند پاتي دي. هغه په پام کې لري چې په کښتیو کې برتانیا ته واوړي. په وینا یې: «دوه لارې شته:‌ یا برتانیا ته رسېږم یا مړ کېږم.»

  • مستعار نومونه
 

نورې ليکنې