د تېرې چهارشنبې په ورځ انګلیس کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې یو ژوندی پاتې مهاجر وایي دوی د برتانیا له ساحلي ځواکونو څخه د مرستې غوښتنه کړې وه، خو برتانوي پوله ساتونکو یې غوښتنې ته پاملرنه و نه کړه.
کردۍ رسنۍ رودا د ۲۱ کلن محمد شخا احمد سره مرکه کړې ده چې تېره چهارشنبه د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ژوندی پاتې دی. نوموړي خبریالانو ته ویلي چې د کښتۍ له ډوبېدو مخکې مهاجرو له برتانوي او فرانسوي چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کړې وه، خو هېچا یې غوښتنو ته پاملرنه و نه کړه.
په وینا یې مهاجرو کښتۍ ته د اوبو له دننه کېدو وروسته له فرانسوي چارواکو سره تماس ونیو.
بیا ولولئ: انګلیس کانال: څلور ویشت کلنه مریم، د کډوالو ډوبې شوې کښتۍ کې وژل شوې ښځه
محمد وایي: «ورته مو وویل چې د بېړۍ موټور له کاره لوېدلی او خپل لوکېشن مو هم ور واستاوه. دوی را ته وویل چې له موږ سره مرسته نه شي کولی ځکه چې موږ د برتانیا په اوبو کې یو او باید له برتانوي پوله ساتونکو سره تماس ونیسو.»
هغه زیاتوي: «برتانوي پوله ساتونکو سره مو اړیکه ونیوه، خو دوی بیا موږ ته وویل چې باید له فرانسوي چارواکو سره تماس ونیسو.»
د یو بل کډوال پلار دا خبره تاییدوي. هغه چې له خپل زوی سره د مسنجر له لارې په اړیکه کې و وایي: «دوی د برتانیا په اوبو کې ډوب شول. وروسته بیا مړي د څپو له خوا د فرانسې اوبو ته راوړل شوي وو.»
بیا ولولئ: کالې او ګراند سنت: د کښتۍ ډوبېدو پېښې سربېره لا هم کډوال برتانیا ته تلل غواړي
په ورته مهال د برتانیا د کورنیو چارو وزارت رودا سره خبرو کې دغه ادعاوې رد کړې دي او «بالکل ناسمې» یې بللې دي. د یاد وزارت د اړیکو مسول پاتریک دینهام ویلي: «پېښه فرانسوي اوبو کې رامنځ ته شوې ده. کله چې فرانسوي چارواکو چې د ژغورنې عملیات یې ترسره کول موږ ته خبر راکړ، موږ د عملیاتو د تقویې لپاره یوه چورلکه وکاروله.»
نسکوره شوې کښتۍ بیا د دوو کب نیوونکو له خوا وژغورل شوه. یادو کب نیوونکو د پېښې په اړه فرانسوي چارواکو ته اطلاع ورکړه.