ګراند سنت کې مهاجر کمپ پرون سه شنبه وتړل شو. انځور: کډوال نیوز
ګراند سنت کې مهاجر کمپ پرون سه شنبه وتړل شو. انځور: کډوال نیوز

فرانسوي ځواکونو پرون سه شنبه د نومبر ۳۰مه د فرانسې په شمالي سیمه ګراند سنت ښار ته څېرمه یو مهاجر کمپ وتاړه. په ورته مهال سازمانونه وایي چې هره اونۍ په ګراند سنت کې مهاجر له کمپونو څخه ایستل کېږي. په وینا یې دغه عملیاتونه د دې سبب شوي دي چې کډوال د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د اوښتو هڅه وکړي.

پرون سه شنبه د سهار په ۸ بجو فرانسوي ځواکونو ګراند سنت ښار کې له یو مهاجر کمپ څخه د کډوالو د ایستلو عملیات پیل کړل. یاد کمپ کې ۴۰۰ کسان اوسېدل.

د رویټرز له خوا خپرې شوې ویډیوګانې ښيي ډېری مهاجر چې د رېل پټلیو او بوربورګ کانال په منځ کې ایسار دي هڅه کوي چې له کمپ څخه ووځي.‌ پنځه ویشت کلن حسین حمید یو له دغو مهاجرو دی.‌ دغه عراقی کرد رویټرز ته ویلي چې غوښتل یې له کمپه ووځي، خو ځواکونو ټولې لارې تړلې وې.

بل پلو د بشري حقونو څار سازمان یوه غړې کډوال نیوز ته وایي‌ چې پرون سهار امنیتي ځواکونه په نږدې ۲۰ موټرونو کې سیمې ته راغلي وو.‌ د رویټرز په حواله دا دویم ځل دی چې حسین حمید له کمپ څخه ایستل کېږي. لومړی ځل چارواکو هغه لیون ته انتقال کړی و.

د یاد سازمان غړې زیاتوي:‌ «عیني شاهدانو موږ ته ویلي کډوال دې ته اړ کېږي چې سرویسونو کې سپاره شي او مرکزونو یا نه پوهېږم نورو ځایونو ته واستول شي. دا د سرپناه ورکولو عملیات نه دي.» په وینا یې کډوالو ته د دغو عملیاتو په اړه خبر نه و ورکړل شوی. نوموړې په دې آند ده چې دولت غواړي په هر قیمت د کډوالو د راغونډېدو مخه ونیسي.

بیا ولولئ: کالې او ګراند سنت: د کښتۍ ډوبېدو پېښې سربېره لا هم کډوال برتانیا ته تلل غواړي

داسې چلند چې کډوال سمندري سفرونو ته مجبوروي

ګراند سنت کې په اونۍ کې یو ځل مهاجر کمپونه تخلیه کېږي. د تېر نومبر پر ۱۶مه د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د امر پر بنسټ دغه ښار کې د کډوالو یو لوی کمپ تړل شوی و چې نږدې ۱۵۰۰ کسان پکې اوسېدل. د یوتوپیا ۵۶ په حواله هغه وخت هم مهاجرو ته د تخلیې عملیاتو په اړه اطلاع نه وه ورکړل شوې. دغه راز د مهاجرو شخصي وسایل هم ضبط شوي وو.

په ورته مهال سازمانونه وایي چې د پولیسو له خوا د مهاجرو «ځورونه» او د ژوندانه سخت شرایط د دې سبب کېږي چې کډوال د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د اوښتو هڅه وکړي. 

تېره چهارشنبه ګراند سنت کې ځینو مهاجرو کډوال نیوز ته ویلي وو چې څو ځله یې برتانیا ته د ورتګ هڅې کړې دي. عراقۍ کرد نوجان ویلي وو: «لومړی ځل مې ۴ ساعتونه اوبو کې تېر کړل. کښتۍ کې مو ۳۲ کسان سپاره وو. وروسته بیا سرتېري راغلل. دویم ځل مې ۶ ساعتونه اوبو کې تېر کړل.» نوموړې انګلیس کانال کې د کډوالو د کښتۍ له ډوبېدو یوه شپه مخکې هم برتانیا ته د اوښتو هڅه کړې وه.

څلور ویشت کلنه مریم یوه عراقۍ کرد وه چې غوښتل یې برتانیا کې له خپل نامزد سره یو ځایه شي. خزال احمد د عراق د کردستان د دربندي خان اوسېدونکې چې ښوونکې وه او درې ماشومان یې هم د قربانیانو ډله کې وو.

افغان عکاس عبدالصبور تېره اونۍ ګراند سنت کې د دغې کورنۍ عکس اخیستی و. هغه لا وا دو نور ورځپاڼې ته ویلي: «زه د ټایمز خبریالانو سره د راپور د جوړولو په موخه سیمې ته ورغلی وم چې دغه ښځه مې ولیدله. د خپلو ماشومانو لپاره د اوبو او ډوډۍ په لټه کې وه. ما ته یې وویل چې غواړي برتانیا ته ولاړه شي.» د ټایمز په حواله نوموړې عبدالصبور ته دا هم ویلي وو چې له دې نه ډارېږي چې له خپلو ماشومانو سره یو ځای د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته سفر وکړي.

 

نورې ليکنې