آرشيف انځور Photo: Picture-alliance
آرشيف انځور Photo: Picture-alliance

يو نوي راپور د افغانستان نوي واکمنان د بشري حقونو په جدي نقض تورن کړي دي. د بشري حقونو د څار سازمان د وعده خلافۍ تور هم لګولی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان (Human Rights Watch) د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د نوامبر ۳۰ نېټه) يو راپور خپور کړی. په نيويارک کي په خپور سوي دغه راپور کي راغلي چي په افغانستان کي پر واک راغلو طالبانو بشري حقونه په جدي توګه نقض کړي دي.

د راپور په حواله د هغه باوجوده چي طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې ده، خو بيا هم تر ۱۰۰ څخه زيات پخواني امنيتي کسان يا خو وژل سوي او يا اختطاف کړل سوي دي. د ياد سازمان د راپور له مخي طالبانو په دې توګه اعلان سوې عفوه نه ده عملي کړې او وعده خلافي يې کړېده.

په افغانستان کي د بشري وضعې په تړاو په خپور سوي دغه راپور کي راغلي دي چي د اکتوبر مياشتي تر پای پوري د افغانستان د ملي اردو پخواني ۴۷ غړي وژل سوي يا «لادرکه» سوي دي. زياته سوې چي په دغو وژل سوو او لادرکه سوو پخواني امنيتي کسانو کي عسکر، پوليس او په همدې توګه ملکي کار کوونکي هم شامل دي.

د بشري حقونو د څار د سازمان په وينا دغه سازمان ته د باور وړ معلومات رسېدلي چي يوازي په غزني، هلمند، کندهار او هلمند ولايت کي تر ۱۰۰ څخه زيات انسانان بېله محکمې څخه قتل کړل سوي دي.

په راپور کي راغلي چي کله چي طالبان په افغانستان کي واک ته ورسېدل نو هغوی پر پخوانيو امنيتي کسانو ږغ وکړ چي ځانونه د دوی سره ثبت کړي او له دې لاري د امن يو ليک او په دې توګه عفوه ترلاسه کړي. د بشري حقونو د دغه نړيوال سازمان په وينا البته د ثبتونې دغه معلومات د دې له پاره کارول سوي چي اړونده پخواني امنيتي کسان وموندل، اختطاف او يا ووژل سي.

د ياد سازمان د آسيا د څانګي مرستيالي مشري، پاتريسيا ګروسمن ويلي دي چي «طالبان بايد د نورو وژنو مخه ونيسي او مسؤل کسان بايد عدالت ته راکش او د قربانيانو کورنيو ته تاوان ورکړي.»

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې