کډوال د الپ غرونو له لارې فرانسې ته راځي. انځور: مهدي شبیل، کډوال نیوز
کډوال د الپ غرونو له لارې فرانسې ته راځي. انځور: مهدي شبیل، کډوال نیوز

د مارسی اداري محکمې پرون سه شنبه په یو حکم کې د کډوالو د هرکلي مرکز د پرانیستو په هکله د توس میګران سازمان غوښتنه رد کړه.‌ د کډوالو مدافع بنسټ توس میګران تېره میاشت له محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې چارواکو ته د مهاجرو لپاره د هرکلي‌ مرکز د پرانیستو امر وکړي.

د مارسی اداري محکمې د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۳۰مه) د توس میګران هغه غوښتنه رد کړه چې ویل یې د هوت الپ قومندانۍ باید په بریانسون ښار کې د کډوالو د هرکلي لپاره نوی مرکز جوړ کړي.‌

وروسته له هغه چې د اکټوبر پر ۲۵مه بریانسون کې د تېراس سولېدر په نامه د کډوالو د هرکلي مرکز د امنیتي دلایلو له کبله وتړل شو، توس میګران سازمان له محکمې څخه غوښتنه وکړه چې هوت الپ قومندانۍ ته د هرکلي د نوي مرکز د پرانیستو امر وکړي.

د یادې محکمې په حکم کې راغلي چې تېراس سولیدر د هغو کډوالو لپاره کافي ځای لري چې دمګړۍ د نړۍ ډاکټرانو تر خیمې لاندې لیدل کېږي. په وینا یې اوسمهال د تېراس سولیدر د بیا پرانیستو پر مخ هېڅ ډول مادي او قضایي خنډ نشته.‌

تر دې دمخه تېراس سولیدر کې ۲۰۰ کډوالو ته ځای ورکړل شوی و، خو دغه مرکز یوازې د ۸۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت درلود. 

د رفیوج سولیدر له تړل کېدو راهیسې لسګونه کډوال دې ته اړ شول چې د بریانسون د اورګاډي په اډه کې او وروسته بیا په یوه کلیسا کې شپه سبا کړي. ځینې نور بیا له بریانسون څخه ووتل.

په ورته مهال د توس میګران مدافع وکیل ونسان برنګارت د محکمې پر پرېکړې نیوکه کړې ده. هغه تعجب ښودلی چې قاضي دا خبره نه مني چې وضعیت ډېر نازک دی. 

توس میګران دغه راز له محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې سره صلیب ته د کورونا ازمایښتونو د ترسره کولو اجازه ورکړي او همداشان د ترانسپورټ په برخه کې له هغو مهاجرو سره مرسته وکړی چې غواړي له بریانسون څخه ووځي.‌ خو محکمې دغه غوښتنې هم رد کړې دي.

 

نورې ليکنې