آرشيف انځور: د پولنډ سره پر پوله د مهاجرو انځور. کرېډېټ: اکسانا منچوک، دي پي اې، پېکچر الاینز
آرشيف انځور: د پولنډ سره پر پوله د مهاجرو انځور. کرېډېټ: اکسانا منچوک، دي پي اې، پېکچر الاینز

د پولنډ هيواد د اروپايي اتحاديې د کميسيون هغه وړانديزونه رد کړي دي، چي د بېلاروس پر سرحد د مهاجرت د بحران په هکله يې ورته کړي ول.

په اروپايي اتحاديه کي د پولنډ سفير، اندرې سادوس د چهارشنبې په ماښام (د ۲۰۲۱ کال د دسمبر دويمه نېټه) وويل چي د پناه غوښتنو د ارزولو او د ثبتونې د ميعاد غځول د ګټې پر ځای تاوان رسوي. د هغه په وينا د پناه غوښتنې بايد بالکل ودرول سي. ياد وړانديزونه د اروپايي اتحاديې د کميسيون له خوا و پولنډ ته سوي ول چي پولنډ رد کړيدي.

د اروپايي اتحاديې کميسيون وړانديز کړی ؤ چي په پولنډ، لتوانيا او لاتويا کي دي د پناه غوښتنې اوسنی د لسو ورځو قانوني ميعاد و ۱۶ اونيو ته اوږد کړل سي. 

اروپايي اتحاديې ته د پولنډ سفير ويلي دي چي که ياد ميعاد اوږد کړل سي، نو دا به د غړو هيوادونو له خوا د پناه غوښتنو ارزونه له اندازې تر زيات فشار لاندي راولي. دغه سفير ويلي دي چي هيواد يې وړانديز کړی ؤ چي «د غبرګ تهاجم په غبرګون کي بايد د پناه غوښتنې امکان ودرول سي، نه دا چي ميعاد يې لا زيات کړل سي.»

اروپايي اتحاديه د سپيني روسيې پر واکمن اليکزاندر لوکاشېنکو تور لګوي چي د اروپايي اتحاديې و باندنيو پولو ته په منظمه توګه مهاجر انتقالوي. اروپايي اتحاديه پر لوکاشېنکو تور لګوي چي په دې توګه غواړي د ورباندي لګول سوو بنديزونو له کبله پر اروپايي اتحاديې فشار وارد کړي او غچ واخلي. خو سپينه روسيه/بېلا روس دا تورونه ردوي.

د اروپايي کميسيون د راپور له مخي د روان ميلادي کال له شروع څخه تقريبا ۸۰۰۰ پناه غوښتونکي د بېلاروس له لاري و اروپايي اتحاديې ته داخل سوي دي. د ياد کميسيون په حواله په دې ترڅ کي تقريبا ۴۳۰۰ و لتوانيا، ۳۲۰۰ و پولنډ او تر ۴۰۰ څخه زيات مهاجر و لاتويا ته رسېدلي دي. دا په داسي حال کي چي په زرونو مهاجر د سپيني روسيې او اروپايي اتحاديې پر باندنۍ پوله بند پاته دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې