انځور: رویټرز
انځور: رویټرز

د رسنیو د راپورونو له مخې انګلیس کانال کې د ډوبې شوې کښتۍ د قربانیانو په ډله کې ځینې افغان کډوال هم شامل دي. د دغو قربانیانو د کورنیو غړي پرون چهارشنبه د دوی د مړو د پېژندلو لپاره د لیل ښار د عدلي طب انستیتوټ ته ورغلي وو.

څلور ویشت کلن حسین له پېښې څو ورځې دمخه د فرانسې دنکرک ښار کې د خپل تره زوی امان الله عمرخېل کور ته راغلی و. دوی چې ماشومتوب یې د افغانستان په جلال اباد ښار کې تېر شوی په ۲۰۱۶ کې د اروپا پر لور خپل سفر پیل کړی و.

که څه هم پخوا حسین په برتانیا کې ژوند کړی و، خو وروسته بیا خپل هیواد ته بېرته ستون شو. افغانستان کې جګړو نوموړی یو ځل بیا د هیواد پرېښودو ته اړ کړ.

د فرانسې خبري اژانس د حسین د تره زوی امان الله عمرخېل له قوله وایي: «کور ته مې راغلی و. خوب یې وکړ. ما د بسونو ادرس ورته وښود. وروسته ساحل ته څېرمه ځنګل ته ورغی.»

نوموړي رسنیو ته ویلي چې د حسین د سفر د مخنیوي لپاره یې کوښښ نه و کړی. په وینا یې: «دا یې انتخاب و. تر ما یې عمر زیات و. ما ورته نه شوای ویلی چې دا کار مه کوه.»

حسین غوښتل چې لاریو کې ځان برتانیا ته ورسوي، خو بریالی نه شو. عمرخېل وایي د تره زوی یې ورته خبر ورکړی و چې د نوامبر پر ۲۳مه به د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د اوښتو هڅه وکړي.

بیا ولولئ: کالې او ګراند سنت: د کښتۍ ډوبېدو پېښې سربېره لا هم کډوال برتانیا ته تلل غواړي

«د یوه ښه ژوند هیله»

خو د مړو د تشخیص او پېژندلو پروسه اوږده او پیچلې ده. د یوه مرستندویه سازمان غړی جان کاکړ وایي چې د قربانیانو خپلوان اړ دي چې خپلو مړو ته د لاسرسي لپاره د ډي ان اې ټسټ ترسره کړي. د فرانسې ځانګړي پولیس د یاد ټسټ د اخیستلو دنده لري.

امان الله عمرخېل رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د خپل تره زوی د وژل کېدو په هکله شک نه لري. په وینا یې: «د سفر تر پیل پورې مې ورسره اړیکه درلوده. ما ته یې ویل چې برتانیا ته له رسېدو سره سم به راسره اړیکه ونیسي.»

عمرخېل زیاته کړې چې حسین برتانیا کې د یوه ښه ژوند هیله درلوده.

بیا ولولئ: د کښتۍ ډوبېدو پېښه: ژوندی پاتې مهاجر وایي له برتانوي چارواکو یې د مرستې غوښتنه کړې وه، خو دوی ورته پاملرنه و نه کړه

«فکر یې کاوه چې په اسانۍ سره برتانیا کې کار موندلی شي»

حسن عیسي خېل یو بل افغان دی چې وایي «د خپل له تره زوی او تر ټولو ښه ملګري» څخه هېڅ خبر نه لري. نوموړی خپل د تره زوی د نوم د ښودلو ډډه کوی.

یاد مهاجر چې ۲۲ یا ۲۳ کلن و له یوې میاشتې راهیسې په فرانسه کې ژوند کاوه. هغه اروپا ته د راتلو لپاره یو کال د مهاجرت پر لارو تېر کړی و. نوموړي فکر کاوه چې په اسانۍ سره برتانیا کې کار موندلی شي.

سیف الله عزیزي هم له لنډن څخه د لیل د عدلي طب انستیتیوټ ته راغلی دی. هغه وایي خپلوان یې ۲۷ کلن و او ډېر ارمانونه یې درلودل.

عزیز زیاتوي: «خبر نه یم چې مړ شوی که ژوندی دی. موږ دلته راغلي یو ترڅو ځواب ترلاسه کړو، ډېر اندېښمن یو.»

د لادرک شوي کډوال ورور هم د لیل ښار عدلي طب ته راغلی، خو نه غواړي چې له رسنیو سره وغږېږي. یاد مهاجر د نوامبر د ۲۳مې نېټې د شپې په لومړیو ساعتونو کې له خپل ورور سره غږېدلی و.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: د کډوالو پر سر د فرانسې او برتانیا ترمنځ لانجه

ویل یې کښتۍ د ډوبېده په حال کې ده

غفور منګل یو بل افغان دی چې لیل ښار ته راغلی دی. هغه وایي چې د خپل تره زوی له سفر مخکې ورسره اړیکه نیولې وه.

د غفور منګل تره زوی محمد مایار نومېد. نوموړي د نومبر د ۲۴مې په لومړیو ساعتونو کې لنډن کې خپل یو ملګري ته تېلېفون کړی او ورته یې ویلي وو چې کښتۍ د ډوبېدو په حال کې ده.

برتانوي رسنیو تر دې دمه پېښه کې د یوې قربانۍ نوم په ډاګه کړی دی: څلور ویشت کلنه مریم نوري محمد امین چې غوښتل یې برتانیا کې له خپل نامزد سره یو ځایه شي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ انګلیس کانال کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدا ۲۷ تنه مهاجر ووژل. د چارواکو په حواله د وژل شویو په ډله کې ۱۷ نارینه چې دوه تنه یې روغتون کې ساه ورکړه، ۷ ښځې چې یوه یې مېندواره وه او ۳ ماشومان شامل دي. دې پېښه کې دوه تنه ژوندي پاتې شوي دي.

 

نورې ليکنې